د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني او لوګر کې ۳۴ وسلوال وژل شوي


د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني په ناوه او د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دوو بیلابیلو پېښو کې ۳۴ وسلوال وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني په ناوه او د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دوو بیلابیلو پېښو کې ۳۴ وسلوال وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي.


د چهارشنبې ورځې ناوخته د تندر قول اردو څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ د الوخ په سیمه کې ۱۵ وسلوال هغه وخت ووژل شول او اته نور ټپیان شول، چې یوه ډله وسلوالو پسې د ځانمرګي برید یو واسکټ، د جوړولو په حال کې وچاودید او یاده مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.

همدارنګه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د سلیمان په کلي کې یو ډله وسلوال چې د دوی په منځ کې یو تن ځانمرګی بریدګر هم وو، په خپلو منځو کې سره بد شوي او ځانمرګي د دوی په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې، چې په کې ۱۹ وسلوال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

همداراز د ۲۰۳ تندر قول اردو منسوبینو د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د لغوات په سیمه کې پر وسله والو د درندو وسلو ډزې کړي، چې په پایله کې یو تن مخالف وژل شوی او یو بل تن ژوبل شوی دی.

سرچینه وړاندې وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د پکتیکا ولایت د وازېخوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه وسلوال وژلي، یو میل امریکایي ټوپک، یوه قبضه تومانچه او یو عراده موټرسایکل یې لاسته راوړي دي.
XS
SM
MD
LG