د لاسرسي ځای

د چهارشنبې په ورځ د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست په هڅو د دولت دوسلوالو مخالفينو يوه اته کسيزه ډله د سولې پروسې سره يو ځای شوه.

د چهارشنبې په ورځ د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست په هڅو د دولت دوسلوالو مخالفينو يوه اته کسيزه ډله د سولې پروسې سره يو ځای شوه، پکتيکا والي محب الله صميم په دې اړه جوړه شوې غونډ کې د دولت پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ، چې د سولې بهیر سره یو ځای شي او د ټاکنو پر بهیر دې له بریدونو لاس واخلي.

د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست په هڅو او کوښښونو د دولت د وسلوالو مخالفينو هغه اته کسيزه ډله چې مشري يې اخترمحمد عمري کوله او د نوموړي ولایت د اومنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د افغان حکومت پر ضد وسلوال فعالیت لاره د سولې د بهیر سره یو ځای شوه.

د وسلوالو قوماندان اخترمحمد عمري د چهارشنبې په ورځ هغه غونډه کې، چې د دوی د راتګ او د دولت سره د یوځای کیدو په ویاړ جوړه شوې وه، وویل چې دوی نيغ په نېغه د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي کړیو په لمسون او لارښوونه جګړه کوله او د افغان چارواکو په وژنه او دټولګټو تاسیساتو په ورانونهپیسې ورکول کیدې:

((موږ خو د نصرالله په ډله کې وو، یو ګروپ وو بیا دا هدایت پاکستان راته کاوه، دوی زموږ وروګلوي نه وه خوښه، افغانستان يې راوراناوه، موږ خوښه نشوه او بیرته خپل هېواد ته راغلو، دا مو وویل، چې دا کار غلط دی، ځکه افغانان ټول زموږ وروڼه دي، که دا افغانستان موږ جوړ نه کړو، نو دوی خو يې راباندې ورانوي، اوس موږ غواړو چې افغانستان جوړ کړو او ټول سره یو لاس شو، دوی به ویل چې کلینیک مه پریږدئ، مکتب مه پریږدئ، په افغانستان کې غټ سړی مه پریږدئ، دا د پاکستان هدایت وو.))

د ملي امنيت رياست مسؤولين وايي، چې يادې ډلې د تيرو دوو کالنو راهيسې د پکتيکا ولايت په اومنې ولسوالۍ کې فعاليت کاوه، خو دوی به هڅه وکړي تر څو د دې اته کسیزې ډلې په شان نور وسلوال هم د سولې پروسې سره یو ځای کولو ته وهڅوي.

په همدې حال کې پکتيکا والي محب الله صميم د یو ځای شویو وسلوالو په ویاړ جوړه شوې غونډه کې د وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې راتلونکې ټاکنې دې نه زیانمنوي او افغانان دې پریږدي، چې په ټاکنو کې دګډون له لارې د خپل هېواد راتلونکی په خپل لاس وټاکي:

((د مخالفینو یوه اته کسیزه ډله د دوی د قوماندان په شمول چې پخوا يې په وسلوال مخالف باندې لاس پورې کړی وو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت مخالفت يې کاوه له نیکه مرغه دوی له مخالفته لاس واخیست او د ملي امنیت ریاست په هلو ځلو او اړیکو دوی نن په پکتیکا کې د سولې له ملي بهیر سره یو ځای شول.همدلته زه لازمه بولم چې په ټولو مخالفینو باندې غږ وکړم، چې دا واقعیت درک کړي او په راتلونکو څو ورځو کې ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ته په څو ورځو کې ټولټاکنې لرو، دوی دې له مخالفته لاس واخلي ولسونه دې نه ځوروي، خلک دې نه ځوروي او خلکو ته دې دا موقع ورکړي، چې هغوی راشي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

د یادونې وړ ده، د وسلوالو یاده اته کسیزه ډله داسې مهال د سولې له پروسې سره یو ځای کیږي، چې د حمل ۱۶ مې ټاکنو ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.
XS
SM
MD
LG