د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل، کندهار او سرپل کې بریدونه، ګڼ مړه او ژوبل


کابل: د کورنیو چارو وزارت مخې ته ځانمرګي برید کې یو زیانمن ګاډی
کابل: د کورنیو چارو وزارت مخې ته ځانمرګي برید کې یو زیانمن ګاډی

د کورنیو چارو وزارت وايي، د خپل وزارت اړوند د پیژنتون ریاست پر دروازه یوه ځانمرګي بریدګر څلور افغان پولیس ووژل.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د خپل وزارت اړوند د پیژنتون ریاست پر دروازه یوه ځانمرګي بریدګر څلور افغان پولیس ووژل.


د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، چې بریدګر پوځي یونیفورم اغوستی وو او ځان یې د مراجعه کوونکو په ډله کې ور ګډ کړی وو.

دا پیښه د چهارشنبې په ورځ شاوخوا دوه نیمې بجې وشوه.

د ښاغلي صدیقي په خبره په دې پیښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د کندهار امنیتي چارواکي وایي، چې د ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې چاودنې لس تنه ټپيان کړي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني مشال راډیو ته وویل، چې باروت په یوه کراچۍ کې ځای پرځای شوي وو.

د یو بل خبر له مخې د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مینه پال مشال راډيو ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې نن سهار د اخترمحمد په نوم د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان وژلې دی.

همدا راز د هرات امنیتي مسوولان هم وایي، چې د هرات ښار د څلورمې امنیتي حوزې د ملي امنیت امر عبدالقیوم خان تېره شپه د دې ولایت په مرکز کې وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.

د سر پل امنیتي چارواکو تایید کړې، چې د ولایتي شورا د یوه کاندید په ګډون هغه لس تنه چې په دغه ولایت کې د نامعلومو وسلوالو له خوا تښتول شوی وو، له یوه پرته نور ټول وژل شوي.

حسین نظري د سرپل د ولایتي شورا کاندید وو، چې له خپلو نهو تنو ملګرو سره درې ورځې وړاندې د سرپل بلخاب پر لاره د بغاوي په سیمه کې تښتول شوی وو.

تردې وړاندې د دغه ولایت امنیتي چارواکو د رایو د مرکزونو د امنیت ساتني لپاره د پراخ عملیات خبره کړې وه.

د سرپل امنیتي چارواکي وایي، له لسو تښتول شویو کسانو څخه پنځه تنه یې په دره سلطان غجر کې وژل شوي.

د سرپل د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سخیداد حیدري ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د پاته څلورو کسانو مړي او یو ټپي یې په بغاوي سیمه کې موندلي دي:

″یوه سیمه چې بغاوي نومیږي هلته دغه کسان راوستل شوي او تر وژلو وروسته یې مړي پر سړک غورځول شوي وه.

څلورتنه یې مړه او یو ټپي دی. ټپي روغتون ته لیږل شوی.″

ښاغلي حیدري وویل، چې دغه کسان درې ورځې وړاندې له بغاوي سیمي څخه داسې مهال وتښتول شول، چې له سوزمه قلعه په نوم سیمي څخه د سرپل د مرکز په لور روان وه.

دی وایي، د ولایتي شورا کاندید او ملګرو یې د خپل سفر په اړه امنیتي ځواکونه نه وو خبر کړي.

تردې پیښي یوه ورځ دمخه د سرپل د عامه نظم قومندان نوراله نورخیل په ټول سرپل ولایت کې د انتخاباتي سایټونو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی وو.

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په لومړي سر کې د دغو کسانو د تښتولو مسولیت منلی وو.
XS
SM
MD
LG