د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسمشرۍ کاندیدانو لنډه پېژندګلو


انتخابات د حمل د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د حمل په شپاړسمه نیټه کیږي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپریل له پینځمې سره برابریږي.

انتخابات د حمل د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د حمل په شپاړسمه نیټه کیږي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپریل له پینځمې سره برابریږي.


د ولسمشرۍ لپاره عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزی، عبدالرب رسول سیاف، زلمی رسول، محمد شفیق (ګل اغا) شیرزی، هدایت امین ارسلا، محمد داود سلطان زوي او قطب الدین هلال کاندیدان دي.


ډاکټر عبدالله عبدالله
ډاکټر عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله: څلور پينځوس کلن دی. د سترګو ډاکټر دی. د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته په نویو حکومتونو کې د بهرنیو چارو وزیر وو خوپه ۲۰۰۵ (م) کال یې استعفی وکړه.

عبدالله عبدالله د حامد کرزي د رژیم پر ضد د سیاسی اپوزیشن غړی او په ۲۰۰۹ (م) کال کې د هغه پر وړاندې کاندید وو.

عبدالله عبدالله د کندهار دی.


اشرف غني
اشرف غني
اشرف غني احمدزی: پینځه شپېته کلن دی. پخوا د ماليې وزیر ، د کابل پوهنتون رییس او په ۲۰۰۹م کال کې د ولسمشر حامد کرزي پر وړاندې کاندید وو. اشرف غني احمدزي د بیروت په امریکايي پوهنتون کې تحصیل کړی او د امریکا له کولمبیا پوهنتونه په وګړپوهنه (انتروپولوجي) کې ماسټري لري.

اشرف غني د لوګر دی.



عبدا
عبدالرب رسول سیاف
عبدالرب رسول سیاف
لرب رسول سیاف: اته شپیته کلن دی. کله چې اسامه بن لادن له سوډانه افغانستان وتښتېدلو نو د عبدالرب رسول سیاف میلمه وو.
عبدالرب رسول سیاف په فلپین کې بېلتون غوښتونکو اسلامپالو وسله والو ته خپل نوم ورکړی او د (ابوسیاف) ډله بلل کیږي.

سیاف د مصر په الازهر پوهنتون کې تحصیل کړی، په عربي ژبه روانې خبرې کوي او اسلامي علوم یې ښه زده دي.
سیاف د کابل د پغمان ولسوالۍ دی.


زلمی رسول
زلمی رسول
زلمی رسول: دو اویا کلن دی. زلمی رسول طبي ډاکتر او د ولسمشرۍ یوازنی کاندید دی چې یوه ښځینه کانددیدهه یې د ولسمشرۍ دویمه مرستیاله ورسره اخیستې ده.

زلمي رسول واده نه لري، په فرانسوي او ایټالوي ژبو روانې خبرې کوي.
دی د افغانستان له پخوانۍ شاهي کورنۍ سره د خپلوۍ اړیکي لري او د افغانستان په اړه د بن د کنفرانس له برخه والو دی.

زلمی رسول په کابل کې زیږېدلی دی او ابتدايي زده کړې یې په استقلال لیسه کې کړي دی.



ګل اغا شېرزوی
ګل اغا شېرزوی
محمد شفیق (ګل اغا) شیرزی: نهه پينځوس کلن دی. کله کله شاعري کوي او سندرې هم وايي.

شیرزی په کندهار کې د یوه غریب سړي په کور کې زیږېدلی، پلار یې رسټورانټ درلود. د جهاد په کلونو کې یې شهرت پیدا کړ او څه موده یې له امریکا سره هم ښه روابط درلودل. ګل اغا شیرزی د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته په مختلفو دولتي چوکیو کار کړی او په وروستیو کې د ننګرهار والي وو. شیرزی په ۲۰۰۹ (م) کال کې د ولسمشر کرزي پر وړاندې ولاړ وو خو وروسته تر نوماندۍ تېر شو.


هدایت امین ارسلا
هدایت امین ارسلا
هدایت امین ارسلا: دو اویا کلن دی. په اقتصاد کې لوړې زده کړې لري او یوه موده د افغانستان د مالیې وزیر وو.
ارسلا خپلې ابتدايي زده کړې په کابل کې بشپړې کړې او په کابل کې لوی شوی دی.
هدایت امین ارسلا په اقتصاد کې افتخاري دکتورا لري.

ارسلا هغه څوک دی چې اول وار يې د افغانستان د مرکزي بانک له لارې، د مالي کال اصول رامنځ ته کړل او د دولتي بودجې سیسټم یې معرفي کړ.

دی ښايي لومړی افغان وو چې د ځوانو کارپوهانو د شبکې له لارې په نړیوال بانک کې مقرر شوی وو.


داود سلطانزوی
داود سلطانزوی
محمد داود سلطان زوي: دوپنځوس کلن دی. انجینري یې لوستې او یوه موده پیلوټ وو.

سلطانزوی د افغانستان د ښکلا له لومړۍ ملکې سره واده کړی دی.
کورنۍ يې په امریکا کې اوسي، دوه ماشومان لري او یوه دوره د افغانستان په ولسي جرګه کې وکیل وو.

دی په غزني کې زیږېدلی دی.



قطب الدین هلال
قطب الدین هلال
قطب الدین هلال: دوشپیته کلن دی. په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په کلونو کې یې لنډه موده صدرات کړی دی.
هلال د افغانستان له حربي پوهنتونه فارغ شوی، څو کاله یې د افغانستان د هغه وخت په دفاع وزارت کې د انجینر په توګه کار هم کړی دی.

هلال ډېر کلونه په پاکستان کې تېر کړی دي او په عربي ژبه روانې خبرې کوي.
قطب الدین هلال په خوست کې زیږېدلی دی.


د افغانستان د اساسي قانون د حکم پر اساس، هر کاندید د خپلې کاندیدۍ د اعلان په ورځ خپل مرستیالان هم ولس ته ور معرفي کړل.

کاندیدانو حق درلود چې پر خپل انتخاباتي کمپاینونو لس میلیونه افغانۍ ولګوي.
په افغانستان کې څه باندې دولس ملیونه وګړي د رايې ورکولو جوګه دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوشنبې تر ماښانه څه باندې درې اعشاریه اته میلیونه د رایو کارتونه وېشلي ول. پینځه دېرش فیصده نوي کارتونه ښځو اخیستي دي.

د کمیسیون په وینا، له ۲۰۰۸ (م) کال راهیسې په مجموعي ډول اولس اعشاریه اته میلیونه کارتونه ویشل شوې دي .

په دې کې هغه کارتونه هم شاملېږي چې په تیرو انتخاباتو کې په بهرنیو هیوادو کې د میشتو افغانانو په ګډون، خلکو ته ورکړل شوي او د اعتبار وړ دي .

د قانون پر اساس ، دښځې او نارینه رايه فرق نه لري.

کمیسون په ابتدا کې ویلي ول چې د انتخاباتو په ورځ یې د رایو لپاره د شپږ زره، اته سوه او پنیځه څلویښت مرکزونو پرانیستلو ته تیاري نیولې ده .

دا په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته ، د ولسمشر د ټاکلو لپاره دریم وار انتخابات دي.

د افغانستان په خونړي معاصر تاریخ کې به دا اول وار وي چې قدرت په سوله ایز ډول او د عمومي انتخاباتو له لارې له یوه حکومته بل ته انتقالیږي.

د افغانستان د اساسي قانون د دریم فصل د یو شپیتمې مادې پر اساس، د ولسمشر حامد کرزي کاري موده، د حکومت د پینځم کاري کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

د قانون له مخې، د ولسمشر د کار تر پای ته رسیدو مخکې له دېرشو تر شپېتو ورځو دننه باید د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات وشي.

د افغانستان اساسي قانون، د فرانسې د قانون په څير حکم کوي چې که په لومړي پړاو کې یوکاندید تر پينځوس فیصده زیاتې رايې ونه ګټي، د نتایجو تر اعلان وروسته باید په دوو اونیو کې بیا انتخابات وشي.

د اساسي قانون د دوشپیتمې مادې د دریم بند پر اساس، هېڅوک نشي کولای چې ددرې وارې پرله پسې ځان کاندید کړي.
XS
SM
MD
LG