د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له طالبانو سره روغه امن نه بلکې د پاکستان تباهي ده"


د پاکستان په انګريزي ورځپاڼه ډان کې ليکوال زاهد حسين مقاله ليکلې چې وايي، د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمينځ په روانو خبرو اترو کې طالبانو وار له مخه خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان په انګريزي ورځپاڼه ډان کې ليکوال زاهد حسين مقاله ليکلې چې وايي، د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمينځ په روانو خبرو اترو کې طالبانو وار له مخه خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.


دی وايي، له طالبانو سره د خبرو اترو عمل هيواد په صوبايې، نسلي او فرقييزه بنيادونو ويشلی دی.

ورځپاڼې د زاهد حسين مقالې ته په کور دننه محاصرې عنوان ورکړی دی چې په کې نوموړی وايي، د پاکستان حکومت له ماضي څخه زدکړه نه کوي.

دی په دوه زره اتم کال کې د سوات له طالبانو سره د شوي تړون حواله ورکوي چې له مخي يې د طالبانو لوړ پوړي جنګياليان خوشي کړل شو.

د ده په خبره له تړونه وروسته طالبان بيرته په سيمه ولاړل او خپل مخالفين يې ووژل.

دی وايي، په دوه زره نهم کال يو ځل بيا د سوات له طالبانو سره تړون وشو چې وروسته طالبانو خپل واک ګاونډيو سيمو ته و غځاوه.

ددغو مثالونو وړاندې کولو وروسته زاهد حسين وايي، پاکستان د غلطيانو تکرارولو عادت لري او يو ځل بيا له هغو وسله والو طالبانو سره په خبرو اترو کې ښکېل دی چې د زرګونو بې ګناه خلکو ويني يې توي کړې دي.

د ده په خبره که په خبرو اترو کې پرمختګ ونشي نو د دې باوجود هم تحريک طالبان پاکستان خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.

د ليکوال په وينا په شمالي وزيرستان کې ممکنه پوځي عمليات تر نامالومي مودې پورې ځنډول شوي او د دې شبکې پر ضد د هيواد په نورو برخو کې اقدامات درول شوي دي.

زاهد حسين د ځينو مطبوعاتو د رپورټونو حواله ورکوي چې ورته جاسوسي سرچينو ويلي، وسله والو طالبانو له ډز بندۍ څخه په ګټه پورته کولو سره خپلي زياتره وسلې او جنګيالي له شمالي وزيرستان څخه نورو سيمو ته ليږلې دي.

د ده په خبره د روان کال په لومړيو کې پوځ د جنګياليو ځينې کيمپونه او د وسلو زخيرې تباه کړې ول خو داسې ښکاري د ډز بندۍ له وجې دغه ګټه هم له لاسه ورکړل شوه.

د ډان ليکوال وايې، له خبرو اترو څخه وسله والو طالبانو د ټرلو غټه او مخامخ ګټه دا پورته کړه چې خپلي ټولي سرګرمياني يې جائزه وګرخولې.

دده په وينا په کومه کچه چې تحريک طالبان مشروعيت ترلاسه کړی له دې سره دا تنظيم پياوړی شوی چې دا به په راتلونکي کې يو کمزوری رياست له لوی خطر سره مخامخ کړي.

د ده په وينا، دا به وسله والو طالبانو ته موقع ورکړي چې خپله پسمانده نظريه په زوره پر خلکو وتپي.

زاهد حسين وايې، که حکومت او وسله وال طالبان يوې روغي جوړې ته و هم رسيږي نو د دې باوجود به جنګيالي له تشدده لاس وانخلي.

د ده په وينا ويره داده چې په لويه کچه د ولسي وګړو د وژلو پر ځای به وسله وال طالبان ښايي هدفي وژنو ته مخ ور واړوي او د خپلو مخالفينو پر وژلو به لاس پورې کړي.

ليکوال پر مخ ليکي چې د حکومت لخوا د وسله والو طالبانو د خوشاله کولو پاليسۍ دغه هېواد په صوبايي، نسلي او فرقييزو بنيادو تقسيم کړی دی.


د ده په خبره د سنده لوی سياسي قوتونه د شدت پسندی پر ضد د سختي پاليسی خپلولو او بلخوا بيا د پنجاب سياسي ګوندونه د روغي جوړي په حق کې دي.

د ده په وينا شدت پسندو له دې سياسي تقسيمه ګټه پورته کړې او يوازي هغه سياسي ګوندونه په نښه کوي چې په فعاله توګه د دوی مقابله کوي.

دا شان د زاهد حسين په خبره د تحريک طالبان جايزه ګرځول نه يوازې په اقليتونو کې ويره را پيدا کړې ده بلکه هغه اکثريتي سنيان يې هم وېرولي چې پر داسې اسلام عقيده لري چې له زغمه ډک وي.

د ليکوال په وينا د وسله والو طالبانو په شرطونو کيدونکی هرډول تړون به په هيواد کې يوه داسې شخړه رامينځ ته کړي چې له مخي به يې ټولنيز جوړښت تباه شي.

زاهد حسين وايي، هرکال د اپريل په ديرشمه نيټه د هغو شهيدانو ورځ لمانځل کېږي او ورته د عقيدت پېرزوني وړاندې کيږې چې له شدت پسندانو سره يې په جګړه کې ژوندنونه له لاسه ورکړي وي.

نو ليکوال پوښتنه راپورته کوي چې د پاکستاني پوځ نوی مشر به د وژل شويو پوځيانو له کورنيو سره څنګه سترګې ملاوې چې هم دغو ترهګرو يې خپلوان وژلي او اوس دغه رياست و هغو ته تسليمېږي.

په پای کې زاهد حسين وايي، دا امن نه دی بلکه دا د مشرانو لخوا د پاکستان د تباه کولو يوه سودا ده.
XS
SM
MD
LG