د لاسرسي ځای

'یو نیم سل کاله ځمکې موږ ابادولې اوس وايي ستاسو نه دي'


خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د مارچ پر اتلسمه نېټه یو قانون منظور کړ چېله مخې یې د ځمکو مالکان اوس کولی شي له لسیزو راهیسې یې پر ځمکو په کرکیله بوخت کرونده بې له څه حق او اختیار ه له زمیندارۍ لرې کړي.

خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د مارچ پر اتلسمه نېټه یو قانون منظور کړ چېله مخې یې د ځمکو مالکان اوس کولی شي له لسیزو راهیسې یې پر ځمکو په کرکیله بوخت کرونده بې له څه حق او اختیار ه له زمیندارۍ لرې کړي.


د چارسدې ضلعې کرونده ګر وايي د دې قانون خلاف به ټولې قانوني او سیاسي لارې چارې استعمالوي. د مزدور کسان پارټۍ مشر امجد خان سالار په دې اړه وايي:

[زموږ پارټۍ د دې ګام غندنه کوي، موجوده اسمبلۍ د کرونده ګرو لپاره جوړ کړل شوي د ۱۹۵۰ م کال په یو قانون کې ترمیم کړی، چې پکې د کرونده ګرو حق ختم کړل شو. موږ د دې خلاف په بېلا بېلو کلیو کې غونډې وکړې. دا راز پوره تیاري مو نیولې چې تر سپریم کورټه به د دې قانون خلاف ځو]

بلخواپه چارسده کې د ځمکو د مالکانو او خانانو په نمایندګۍ یعقوب خان چې په چاچا خان مشهور دی، وايي،د دې قانون له مخې کیدای شي چې له ځمکو یې قبضې ختمې شي.

[دا خو څلور واره زرعي اصلاحات شوي دي، چې صدر ایوب خان او بوټو صېب کړي ول. خو دلته نه جاګیردارون ول او نه وډېره ګان ول او نه څه وو. دا خو هاغه ملکیتونه وو چې د چا پلار نیکه خوارۍ کړې وی، ځان باندې یې سختې تیرې کړې وې او دا جاییدادونه یې پیدا کړي دي.او پر هغو قبضه شوېده. نو دا اوس چې کوم ترمیم شوی دا ډیر ښه کار شوې دی، چې قبضه او ګرداوري هېڅ حثیت نه لري. دا نه د پیرنګي په قانون کې وو او نه په شریعت کې شته]

د چارسدې ګل زمین کاکا وايي دا ځمکې یې مشرانو یو نیم سل کاله وړاندې ابادې کړې وي هغه وخت د دې مالکان چیرته وو؟

[دا وچ ډاګونه ول، دې ته نه خان راتلو او نه د خان بل کوم ملګرې راغلی دی. دا ځمکې موږ ابادې کړې دي او کروندې پکې کوو. په دې ځمکو کې د دې خلکو پلرونو او نیکونو ډیرې خوارۍ کړې دي، دا یې آبادې کړي دي. اوس کرونده ګرو ته له یوې خوا تخم او سرې ګرانېږي او له بلې خوا خانان تیار پټي غواړي. نو دا خبره د منلو وړ نه ده]

دا راز د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو مشر سید نظیف د پښتنو په سیمو کې د ځمکو د ملکیت د تاریخ په اړه پوښتنه راپورته کوي؟

[اول خو پوښتنه دا ده چې دوی ته دا جایداد څنګه راغلي، دلته درې قسمه د ځمکو وېش شوی. یو د مغولو په استعمار کې، یو د شېخ ملي په زمانه کې او یو انګریزانو ځمکې ورکړې. وروستۍ په ۱۹۱۹ م کال د مالاکنډ په سرنګ کې اوبه راغلې چې درې لاکه اېکړه ځمکه خړوبوي، یعنې، د مردان او صوابۍ ټول کرونده او داراز د چارسدې ضلعې او د مالاکنډ ایجنسۍ نیمايي کروندې هم په دې اوبو خړوبېږي. نو په دغه وخت کې هم انګریزانو په ځینو خلکو پسې ډېرې ځمکې لیکلې دي.]

سید نظیف زیاتوي پخوا هم د کرونده ګرو لپاره د ځمکو ورکولو په اړه یو شمېر حکومتي فیصلې شوې وې خو چې د ځمکو مالکان او کرونده ګر پخپلو کې سلا نه وو نو دا مسله حل نشوه، پکار ده چې د دې د هواري لپاره ځانګړی کمیشن جوړ کړل شي.
XS
SM
MD
LG