د لاسرسي ځای

تازه خبر

استاد سياف: که ولسمشر شوم شرعي نظام به نافذوم


د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد عبدالرب رسول سياف د خپلې انتخاباتي مبارزې په لړ کې ننګرهار ته راغلی و او د يوې غونډې په ترڅ کې يې له ولسونو يې وغوښتل چې د يوه اسلامي نظام د پلي کيدو په خاطر دې ورته رايې ورکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد عبدالرب رسول سياف د خپلې انتخاباتي مبارزې په لړ کې ننګرهار ته راغلی و او د يوې غونډې په ترڅ کې يې له ولسونو يې وغوښتل چې د يوه اسلامي نظام د پلي کيدو په خاطر دې ورته رايې ورکړي.


د استاد سياف د انتخاباتي کمپين دغه غونډه چې د سیشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې جوړه شوې وه، په ننګرهار سربيره ورته له کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو څخه ورته په زرګونه تنه رابلل شوي وو.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر او د استاد سياف د کمپين عمومي مسوول فضل هادي مسلميار چې په هڅو يې ياده غونډه رابلل شوې وه، له ولسونو وغوښتل چې خپلې رايې د استاد سياف په حق کې استعمال کړي. نوموړي وويل:

« موږ او تاسو به په راتلونکو انتخاباتو کې په پوره اخلاص برخه اخلو او موږ او تاسو به خپله، خپلې کورنۍ او ټول مجاهدين له استاد سياف نه حمايټ اعلانوو، خپله رایه به استاد ته ورکوو.»

ولسمشرۍ ته نوماند استاد سياف په خپلو خبرو کې وويل چې که ولسمشر وټاکل شو نو په ملک کې به شرعي نظام قايموي.

« کانديډان به درته وايي چې فابريکې درته جوړوم، کانديدان به درته وايي چې بندونه درته جوړوم، کانديدان به درته وايي چې دا تور غر به درته غوښه کړم او د کونړ سيند به درته ښورا کړم، زما ستره وعده عزيزانو تاسو ته دا ده چې زه به هڅه کوم چې هغه نظام به په پښو ودروم، چې شهيدان يې په ارمان تير شوي دي. او دا ارمان ستاسو په زړه او مزغو کې غوټه پاتې دی او راخلاص شوی نه دی.»

نوموړي زياته کړه چې د بشر حقونو او د بيان ازادۍ ته په پوره توګه درناوی لري.

« موږ د اسلام په حکم، د بشر حقوقو ته ژمن يو، د ښځو حقوقو ته ژمن يو، هغه حقوق چې خدای ورته منلي دي او رسول ورته منلي دي، موږ د اقليتونو حقوقو ته چې زموږ په ملک کې ژوند کوي، ژمن يو. دومره چې موږ د بيان ازادۍ ته متعهد يو، بل څوک ورته نه دي.»

د يادولو ده چې تر دې وړاندې ډاکټر اشرف غني احمدزی، هدایت امين ارسلا، ګل اغا شيرزی، ډاکټر زلمي رسول او ډاکټر عبدالله عبدالله هم ننګرهار ته د خپلې انتخاباتې مبارزې په لړ کې راغلي وو.

پاتې دې نه وي چې يادې غونډې ته په ننګرهار کې يو شمير هغه دولتي چارواکي هم راغلي وو، چې د استاد سياف له ډلې سره تعلق لري.
XS
SM
MD
LG