د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې پر ریل ګاډي برید دوه تنه ووژل


بیګا ماښام (دوشنبې شپه) په بلوچستان کې وسله والو په یو ریل ګاډي ډزې کړي چې پکې دوه کسان وژل شوي دي.


د دې صوبې د کورنو چارو سیکټري اسد ګیلاني مشال ريډیو ته وویل، وسله والو پرون ناوخته دبولان ضلعې په نا آرامه سیمه کې د اکبر بګټي ایکسپریس نومې ریل ګاډي باندې برید وکړ چې پکې شپږکسان ژوبل شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه دغه ریل ګاډې د لاهور نه کوټې ته روان وو. امنتي ادارو د پیښې ځايې په ولقه کې اخیستې او تحقیقات یې شورو کړي دي.

تر دې دمه ددې برید ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG