د لاسرسي ځای

ننګرهار: ځوانان له انتخاباتي بهير څخه رضاکارانه نظارت کوي


د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت کې ګڼ شمير نارينه او ښځينه ځوانانو ته په يو ورځيني ښوونيز سيمينار کې د انتخاباتو له بهير نه د څارونکو په توګه زده کړې ورکړل شوې.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت کې ګڼ شمير نارينه او ښځينه ځوانانو ته په يو ورځيني ښوونيز سيمينار کې د انتخاباتو له بهير نه د څارونکو په توګه زده کړې ورکړل شوې.


دغه یو ورخینی سیمینار د پژواک خبرې اژانس په تخنيکي همکارۍ تر سره شو چې پینځوس تنو نارينه او ښځينه ځوانانو په کې په رضاکارانه توګه ګډون کړی و او ګرد سره يې دې خبرې ته ژمن وو چې په افغاني احساس به د انتخاباتو له بهير نه څارنه او نظارت کوي.

د دغه ښوونيز سيمينار ټرينر د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو استاد محبوب شاه محبوب و، نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل.

« په دغه یو ورځيني ورکشاپ کې ځوانان او پيغلې ټريننګ شوې چې دوی څنګه کولای شي چې په ټاکنيزو درغليو او تخطيو مخه ونيولی شي. دوی به ولسي ژورنالستان وي او په سيمه کې به له هغو ژورنالستان سره په ګډه کار کوي چې هغو له څينو رسنيو سره رسمي کارکوونکي دي، دوی به په شريکه يو ګروپ جوړوي، او له دغې ګروپ له مخې به په ننګرهار کې ټاکنې چې به تر سره کيږي، د درغليو مخه به نيسي او ساحوي ناظرين به وي.»

يو تن ځوان چې په یاد سيمينار کې يې د څارونکي په توګه زده کړه کړې وه، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« صبغت الله حنيفي يم، په ورکشاپ کې موږ هغه څه زده کړل چې موږ څنګه کولای شوو، چې شفافو انتخاباتو ته زمينه مساعده کړو، هغه تخطيانو چې په انتخاباتو کې صورت نيسي، هغه موږه له چارواکو او يا نړيوالو مشاهدينو سره شريکې کړو. نو موږ ته دغه ټولې لارې چارې راوښودل شوې.»

د نورزيه په نوم يوه نجلۍ له هغو درغليو او سرغړونو يادونه کوي چې دوی به يې د ټاکنو په ورځ څاري.

« هغه لوژيستيکي مواد چې د دوی دي لکه رنګ او نور شيان چې هغه بايد پوره وي، هغه چې سن يې اتلس کلن نه وي او رايه اچوي، يا په هماغه ځای کې د کانديدانو استازي دي چې خلک ګواښي، همدغه شان نور مسايل دي چې موږ بايد پرې نظارت وکړو تر څو درغلي رامنځتنه نه شي.»

د يادولو ده چې په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو د مخنيوي په خاطر د انتخاباتو خپلواک کميسيون په سیمه ييزه کچه ناظمان هم ګمارلي دي، يو شمير مدني ټولنو ته هم د نظارت جوازونه ورکړل شوي دي
XS
SM
MD
LG