د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې به کرهڼې ته وده ورکوم. زلمی رسول

خوست کې د ډاکټر زلمي انتخاباتي غونډه. ۳۱م مارچ
خوست کې د ډاکټر زلمي انتخاباتي غونډه. ۳۱م مارچ

د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې د خوست په ملي لوبغالي کې د ولسمشری نوماند زلمي رسول د ټاکنیز کمپاین غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې دوی د هېواد د راتلونکې مشرۍ لپاره په ملي کچه یو غښتلی او پیاوړی ټیم لري او که چیرې خلک ورباندې باور وکړي، نو د خوست د پرمختګ لپاره به یو شمېر مشخص فعالیتونه ترسره کړي.

زلمي رسول په ځانګړي ډول په خوست کې په نړیوال معیار د هوايي ډګر او د هوايي ډګر د ټرمینل جوړول، د برېښنا تولید لپاره د دریو بندونو جوړول، د غلام خان بندر ټرانزیټ ته وده ورکول او د کرهڼې پر پرمختګ ټینګار وکړ:

''له تاسو سره داسې وعدې کوم، اول د خوست هوايي ډګر کې د نړیوالې کچې ټرمینل جوړوم، په خوست کې به د اوبو درې بندونه د برېښنا د تولید له پاره جوړوم، د خوست او غلام خان سړک به ترانزیټ ګرځوم، په خوست کې د زراعت د ودې لپاره مناسبې ځمکې او اوبه دي، چې موږ په خپلو پرمختیايي پروګرامونو کې هغه ته ځای ورکړی دی.''

د غونډې پر مهال د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون رئیس او په خوست کې د ډاکټر زلمي رسول د ټاکنیز دفتر مشر سناتور عارف الله پښتون په مخکې وخت کې خوست ته د زلمي رسول د ځینو ځانګړو خدمتونو یادونه وکړه، هغه وویل چې ډاکټر زلمي رسول په باندینیو چارو وزارت کې یو شمېر ځوان ډیپلوماټان په دندو وګمارل، همدارنګه يې په خوست کې د یاد وزارت مستقله نماینده ګي پرانیسته او د خوست د راتلونکې پرمختګ له پاره هم ښې برنامې لري:

''اوس چې موږ په بهرنیو چارو وزارت کې اته تنه ځوان دیپلوماتان لرو، دا د ده له برکته دي، دویم دا چې هر کله زلمي رسول کویت، دوبۍ، اماراتو، سعودي او قطر ته سفرونه وکړل، بیا هم دی په دې پوی شو، چې په نوموړو هېوادونو کې د خوست د سیمې خلک میشت دي، نو ډېره مهمه ده چې په خوست کې باید د خاجه چارو نماینده ګي هم موجوده وي هماغه وو، چې دلته يې یاده اداره پرانیسته.''

د یادونې وړ ده له زلمي رسول وړاندې ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله هم خوست ته د خلکو د ملاتړ د خپلولو لپاره ورغلي ول، ټاکل شوې په افغانستان کې راروانې ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.
XS
SM
MD
LG