د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د پولې له هغه بلې غاړې د وراوړېدونکو ترهګرو بریدونو د زیاتېدو له کبله د افغانستان احتجاج د پاکستاني سفیر له لارې د اسلام اباد چارواکو ته ورسوي.
د ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر د یکشنبې پر ورځ ناوخته په یو بیان کې وویل چې د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي د ملي امنیت پرونۍ غونډې ته وویل، چې په دې وروستیو څو ورځو کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو پر پوستو منظم بریدونه زیات شوي دي.محمد عمر داودزي دا څرګندونې تېره ورځ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې وکړې. نوموړي دا له سرحدي چارو سرغړونه او د ډیورنډ کرښې له هغې بلې خوا ترهګر بریدونه وبلل او پر هغه یې سخته اندېښنه څرګنده کړه.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خاورې د افغانستان پرسرحدي امنیتی پوستو د حملو د ډیریدو په غبرګون کې د نوموړي هیواد سفیردې وزارت ته وروغوښت.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې دا اقدام د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لارښوونې سره سم شوی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې پرسرحدي پوستو د حملو د زیاتیدوپه غبرګون کې د دې هیواد اعتراض پاکستانیوچارواکو ته ورسوي.
په همدې حال کې د افغانستان د سرحدي پولیسو عمومي قومندان هم وایی چې د پاکستان له خاورې د افغانستان په سرحدي پوستو حملې زیاتې شوي دي.
پاکستان د افغان چارواکو د دې وروستیو څرګندونو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.
جزییات د نسیم شفق په راپورکې: