د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : دعوامي نیشل پارټۍ دیو مشر پر قبر بمي برید


دعوامي نیشنل پارټۍ یو مشر بشیر جان
دعوامي نیشنل پارټۍ یو مشر بشیر جان
د کراچۍ په پښتون میشته سېمه فرنټیر کالونۍ کې ، ناڅرګندو وسله والو د خالي په مازیګر د عوامي نیشنل ګوند د ځایي مشر امیر سردار قبر په بم الوزولې دی.

د سېمې پولیس وایي : حمله د سېمې په هدیره کې مخې ته راغلې ، په دې کې چاته ځاني زیان نه دې اوښتې خو د قبر زیاتې برخې نړیدلي دي.

په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند له صوبايي سیکرټریټ باچاخان مرکز څخه به خپره شوې اعلامیه د امیر سردار په قبر د بمي حملې په سختو ټکو کې غندنه شوې ده . د اعلامیې ترمخه د یاد ګوند رهنما اسفندیار ولي خان د پیښې د پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کول یوازې دیو سیاسي ګوند کار نه دی،بلکې دا د ریاست او حکومت او ولس په ګډه زمه واري ده.

د پیښې په اړه د عوامي نیشنل ګوند رهنما بشرجان تېره شپه مشال ریډیو ته وویل : (( دا پیښه په کراچۍ کې د خپل نوعیت لومړنۍ پیښه ده ، دا ډول پیښه مخکې کله په کراچۍ کې نه دې رامخ ته شوې.دا رنګه پیښې د ترهګرو د ټولو اخلاقي اقدارو د ختمیدو غمازي کوي،په ښځو او ماشومانو حملې خو دوی د مخکې نه کوي اوس دوی د خپلو مخالفینو قبرونه هم سلامت نه پریږدي. داسې کار د اسلام او انسانیت د منونکو نه دی چې اول دې سړی شهید کړي او بیا دې د هغه قبر هم ونړوي.))

امیر سردار د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په میاشت کې په فرنټیر کالونۍ کې د خپلو ملګرو سره وژل شوی و. دهغه د وژنې پړه وسله والو طالبانو منلې وه . امیر سردار په عملي سیاست کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د عوامي نیشنل ګوند له پلیټ فارمه فعال و. هغه د ښاري او عمومي ټاکنو کې برخه اخیستې وه.
XS
SM
MD
LG