د لاسرسي ځای

پاکستان : حکومت او طالبان د اوربند د مودې په غزولو رضا شوي


د پاکستان حکومت او طالبان د ډز بندۍ د نیټي په غزولو سلا شوي، څو د خبرو عمل پر مخ بوتلل شي.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال وایې حکومت او د طالبانو سره د خبرو لپاره د جوړې شوې کمیټۍ غړو د خالي په ورځ په اسلام اباد کې د خبرو په دغه روان عمل بحث کړی دی.
په دغه غونډه کې د داخله چارو وزیر چودري نثار هم ناست و.

وروسته له میډیا سره د خبرو په وخت د طالبانو د کمیټۍ مشر مولانا سمیع الحق وویل : د طالبانو د شورا سره د نورو خبرو لپاره به په راروانو ورځو کې ایجنډا جوړوي، او د ځای او نیټي د انتخاب وروستو به د خبرو بل پړاو تر سره کیږي.

د پاکستان حکومت له تیر څه مهاله د طالبانو سره د روغې جوړې هڅې پیل کړي دي ، چې ورسره سم په ملک کې اړی ګړی تر یوه بریده کم شوی دی.

ددغو خبرو او موقتي ډز بندۍ په ترڅ کې امریکايي ډرون الوتکو هم له تیرو څه کم درېوو میاشتو راهیسې دپاکستان په قبایلي سیمو بریدونه نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG