د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د انتخاباتو پر دفتر بریدکوونکي پنځه واړه وسله وال ووژل شو


افغان عسکر
افغان عسکر
کابل: د افغانستان امنیتي چارواکي وایي چې هغه پنځه وسله وال یې ووژل چې د کابل ښار په ختیځ کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون دفتر ته نژدې په یو ودانۍ کې راغونډ شوي وو.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ایوب سالنګي نن ماښام خبریالانو ته وویل چې په دې پیښه کې پنځه واړه بریدکوونکي وژل شوي او د پولیسو دوه عسکر هم ټپي شوي دي.

بل پلو د یادې پېښې له پیله وروسته د کابل د هوایي ډګر مشر یعقوب رسولي مشال راډیو ته وویل چې د دې برید له پیل سره سم د کابل نړیوال هوايي ډګر وتړل شو.

رسولي وویل چې څنګه نښته ختمه شي د کابل د هوایي ډګر پروازونه به بیرته پیل شي.

په عین حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې پيښه کې د دوی کارکوونکو ته زیان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده او ویلي یې دي چې د برید هدف د انتخاباتو خپلواک کمیسون وو.
XS
SM
MD
LG