د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پر یو بل خبریال برید وشو


د بیان پر ازادي د بندیز علامتي عکس
د بیان پر ازادي د بندیز علامتي عکس
د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې د یو شخصي ټلي وېژن ايکسپريس ټي وي د روانو چارو د يو پروګرام کوربه او ليکوال رضا رومي پر موټر تېره ورځ وسله وال بريد وشو چې پکې د هغه موټر چلوونکی ووژل شو خو رضا رومي او د هغه ساتونکی ټپیان شو.

رضا رومي پر ټويټر پاڼه ليکلي چې پر ده دا برید له راجا بازار سره نژدې وشو.

تر دې وړاندې هم د ايکسپريس ټي وي پر کارکونکو بريدونه شوي دي چې پکې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د دې بریدونو پړه بیا وسله والو طالبانو منلې وه.

د پاکستان د انګریزي ژبې ورځپاڼې ً ډېلي ټایمزً د جمعې په ورځ لیکلي وو چې د وزیراعظم نوازشریف حکومت په تېره اونۍ کې د یو داسې کمېشن اعلان وکړ کوم چې به د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی لپاره د بیمې د چارو جاج اخلي.

ورځپاڼه لیکي ، د خبریالانو لپاره لومړۍ مهمه خبره دا ده چې د هغوی روزګار باید د کنټریکټ یا قرارداد پر اساس وي او هغوی ته دي خپلې تنخاګانې پر وخت ورکړل شي.

ورځپاڼه لیکي ، د هرکال د مې پر دریمه نېټه په پاکستان کې په دې اړه تازه مالومات خپرېږي چې ټول څو خبریالان وژل شوي او څو ته دړکې ورکړل شوې دي.

خو ورځپانې تر خطر لاندې خبریلالي کوونکو ته د ورکړل شوو ستاینلیکونو یا تعریفي اسنادو جاج اخیستی دی.

مقاله لیکي ، په ظاهره خو داسې ښکاري چې تر ټولو به په قبایلي سیمو او بلوچستان کې زیاتو خبریالانو تر خطر لاندې خبریالۍ ستاینلیکونه ورکړل شوي وي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه ، دا حېرانوونکې ده چې تر ټول زیات خطر په سیند کې خبریالانو ته پېښ دی چېري چې اتلس داسې لیکونه ورکړل شوي دي.

د ورځپانې په لیکنه ، په خیبر پښتونخوا ، قبایلي سیمو ، افغانستان او بلوچستان کې د وسله والو ، یاغیانو او امنیتي ادارو له خوا خبریالانو ته خطر ور پېښ دی خو په سیند او پنجاب کې د سیاسي زور واکو او پولیسو له خوا هم داسې ستونزې شتون لري.

ورځپاڼې د یو خبریال له خولې لیکلي دي چې د ده اداره پر ده د شوې برید په اړه له یوه خبر خپرولو انکار کړی وو.

دې خبریال ورځپاڼې ته ویلي چې ده د پاکستان ولسمشر او د سپریم کورټ مشر قاضي ته هم لیکلي وو خو هغوی هیڅ ځواب هم نه وو ورکړی.

دا خبریال وايي چې بیا ما د پولیسو له لوړپوړو چارواکو سره تماس ونیو او هغوی ویل چې داسې برید له سره شوی نه دی.
XS
SM
MD
LG