بنو: په قبایلي سيمه شمالي وزيرستان کې د درې نور ماشومان د ګوزڼ یا پوليو په ناروغي اخته شوي دي.
د قبايلي سيمو د صحت څانګې چارواکو د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې ګوزڼ وهلو ماشومانو کې یو د ميرعلي دی چې عمر يي پنځه مياشتې دی ، بل د ميران شاه دی چې عمر يي ۱۳ مياشتې دی او دريم ماشوم د رزمک دی چې عمر يي ۱۴ مياشتې دی.
د چارواکو په خبره له کله چې وسله والو طالبانو په شمالي وزيرستان کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو بندیز لګولی ، هلته د ګوزڼ ناروغي په ډېره چټکۍ خپره شوې ده.
په شمالي وزیرستان کې یوازې د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې نهه ویشت (۲۹) ماشومان ګوزڼ وهلي دي.
د صحت د محکمې چارواکي وايي چې په شمالي وزيرستان کې پوليو ناروغۍ د وبا شکل خپل کړی دی او د سيمې شاوخوا یونیم لک (۱۵۰۰۰۰) ماشومان د پوليو له خطر سره مخامخ دي.
په شمالي وزيرستان کې د وسله والو طالبانو لخوا د کال ۲۰۱۲ راهيسې ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي پر څاڅکو ورکولو بنديز دی.
په ۲۰۱۳م کال کې هم یوازې په شمالي وزیرستان کې ۳۵ ماشومان د ګوزڼ په رنځ اخته شوي وو.