د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د هند په څېر اټومي تړون له پاکستان سره هم امکان لري؟


فېټڅپیټرېک په امریکا کې د خپل نوي کتاب چې ((د پاکستان اټومي خطرو قابو کول)) نومېږي، د مخکتنې په غونډه کې وویل، د پاکستان اټومي زېرمه په نړۍ کې تر ټولو زیاته پراخېدونکې زخیره ده او ښايي تر ۲۰۲۰ز کاله به همداسې پراخېږي.

پراګ - امریکاييي ډېپلوماټ او په لندن کې د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز څېړونکی مارک فېټڅپیټرېک وايي، غرب باید له پاکستان سره هغه ډول اټومي تړون وکړي چې له هند سره یې کړی دی. د دې ګټه به دا وي چې له پاکستانه د پیدا کېدونکو اټومي خطراتو مخنیوی به ممکن شي.


فېټڅپیټرېک په امریکا کې د خپل نوي کتاب چې ((د پاکستان اټومي خطرو قابو کول)) نومېږي، د مخکتنې په غونډه کې وویل، د پاکستان اټومي زېرمه په نړۍ کې تر ټولو زیاته پراخېدونکې زخیره ده او ښايي تر ۲۰۲۰ز کاله به همداسې پراخېږي.

ده په دې اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، ((وخت راغلی دی چې پاکستان ته د هغه ډول اټومي همکارۍ وړاندیز وشي چې هند ته شوی وو.))

له هند سره په دې ترځ کې پر یوه تړون په ۲۰۰۵ز کال کې کار پیل شوی وو.

په دې ضمن کې لومړۍ پوښتنه دا ده چې امریکا یا غرب له هند سره څه ډول تړون کړی دی چې فېټڅپیټرېک یې غوښتنه کوي؟

په اسلام اباد کې فزیک پوه پوهاند ډاکتر عبدالحمید نییر وايي، په نړۍ کې د اټومي ټیکنالوژۍ لرونکو هیوادونو یوه ډله ده چې یوازې هغو هیوادونو ته دا ټېکنالوژي ورکوي چې د دې ډلې یا اېن اسې جي غړي وي او د اټومي موادو او وسلې د نه خپرولو پر نړیوال تړون یې لاسلیک کړی وي.

نییر وايي، امریکا هند ته په دې کې رعایت ورکړ: ((هغو هیوادونو دا پرېکړه کړې ده چې هغو هیوادونو ته به اټومي ټېکنالوژي نه ورکوي چې د اټومي وسلو د نه خپرولو پر نړیوال تړون یې لاسلیک نه وي کړی. دې ته د اټومي ټېکنالوژۍ د ورکړې یا سپلای ډله اېن اېس جي ویل کېږي. امریکا او هند چې له یو بل سره تړون وکړ نو امریکا وویل چې هند ته به د ټېکنالوژۍ اخیستو لار برابروي، نو ځکه یې اېن اېس جي ته قرارداد وړاندې کړ.))
بې شماره مخالفان به پیدا شي، او هغوی به پاکستان ته ډېر بد رد ووايي. هغوی به پر دې اساس بد رد وايي چې پاکستان خو د ترهګرو ځاله ده او نورو هیوادونو ته ترهګر استوي.
پوهاند عبدالحمید نییر

څو ورځې مخکې د هالینډ په هیګ کې د اټومي امنیت په غونډه کې پاکستان یو له هغو څو هیوادونو وو چې د اټومي امنیت او څار پر تړون یې لاسلیک ونه کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم تېره ورځ (پنجشنبه) د خبري غونډې پر وخت وویل، وزیراعظم نواز شریف په هغه غونډه کې د انرژۍ پیدا کولو لپاره اټومي ټېکنالوژۍ ته رسایۍ غوښتنه کړې ده:

((موږ د خپلې توانایۍ ضرورتونو پوره کولو لپاره اټومي ټېکنالوژۍ ته د رسېدګۍ غوښتنه کړې ده. تاسې خبر یاست چې دا ټېکنالوژي د کروندګرۍ او طب په څانګو کې هم په کار راځي. موږ له خپل طرفه پر هغو لارښوونو عمل کوو چې د اټومي موادو ورکړې یا سپلای ډله یې وخت په وخت خپروي.))

ایا له پاکستان سره د هند په څېر تړون شونی دی او که نه؟

فېزېک پوه پوهاند عبدالحمید نییر وايي، د هند او پاکستان معامله جلا ده.

د ده په خبره، د امریکا لپاره به دا ډېره ګرانه وي چې په کانګرس کې د پاکستان ملاتړي پیدا کړي:

((د امریکا په کانګرس کې د هند لابي او ملاتړي ډېر قوي دي. فرض کړئ چې که اوباما دا ومني چې د پاکستان لپاره دې یو قرارداد وړاندې کړي نو بې شماره مخالفان به پیدا شي، او هغوی به پاکستان ته ډېر بد رد ووايي. هغوی به پر دې اساس بد رد وايي چې پاکستان خو د ترهګرو ځاله ده او نورو هیوادونو ته ترهګر استوي. دومره بد رد به ووايي چې اوباما به ووېرېږي چې دا قرارداد به یې په پیل کې له ماتې سره مخامخ شي.))

امریکايي لیکوال فېټڅپیټرېک د خپل کتاب مخکتنې په غونډه کې وویل، پاکستان د هند پرتله ((زیاتو قوي شواهدو)) ته ضرورت لري چې دا ثابته کړي چې یو ذمه واره اټومي قوت دی.

ده وویل، د دې لامل دا دی چې پاکستاني ساینسپوه ډاکتر عبدالقدیر خان اټومي ټېکنالوژي په پراخ ډول خپره کړې وه او دا چې په هغه هیواد کې سختدریځې وسله والې ډلې موجودې دي.
XS
SM
MD
LG