د لاسرسي ځای

تازه خبر

م م: روان کال په عراق کې د تاوتریخوالي له کبله څلور لکه خلک بې کوره شوي


په عراق کې د ملګرو ملتونو استازی وايي، روان کال په غربي عراق کې د تاوتریخوالي له کبله شاوخوا څلور لکه خلک بې کوره شوي دي.


نېکولای ملادینوف د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرداری ورکړ چې د نورو پیسو نه ورکولو په صورت کې به ډېر ژر ملګري ملتونه ((د دې وړ پاتې نشي)) چې د عراق په غربي ولایت انبار کې له نښتو ((تښتېدونکو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.)) ملادینوف وویل، په ګاونډي شام کې شخړه په عراق کې فرقه ییز کړکېچ ته لمن وهي او ترهګرو ډلو ته موقع برابروي چې له پولې ها خوا رابطې جوړې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG