د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې یو غیسوي ته د اسلام د پېغمبر د سپکاوي په تور د مرګ سره واورول شول


دې معاملې تېر کال بلوې پارولې وې. بېګا د ساون مسیح وکیل نعیم شاکر وویل، تېرې پنجشنبې پر ورځ، په زندان کې د مقدمې اورېدنې پر وخت قاضي دا پرېکړه واوروله.


تېر کال د مارچ په میاشت کې یوه مسلمان کس پر مسیح تور پورې کړ چې د اسلام پیغمبر په اړه یې ناوړه خبرې کړې دي.

پولیس هغه وخت مسیح ونیوه چې د خلکو ډلو په جوزف کالونۍ کې د عیسویانو کورونه او کلیساګانې وسوځلې.

د ساون مسیح وکیلان طاهر بشیر او نعیم شاکر د عدالت پرېکړه پر مذهبي تعصب ولاړه بللې ده او ویلي یې دي چې د دې فیصلې خلاف به های کورټ (لوړې محکمې) ته ځي.

که څه هم په پاکستان کې د پیغمبر، اسلام یا قران سپکاوي سزا مرګ ده خو تر اوسه په دې جرم کې جزايي شوی کوم کس نه دی اعدام کړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG