د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د جنوبي پښتونخوا په زیاتره سیمو کې طالبان شته'


د بلوچستان ځینې پښتنې سیمې
د بلوچستان ځینې پښتنې سیمې
پراګ : د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي (بوري) کې د چارشنبې په ورځ د ګوزڼ پر ضد د څاڅکو ورکوونکې ډلې پر امنیت مامور پولیسو برید وشو چې یو پولیس ساتونکی په کې ووژل شو.

دا پېښه په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان نه یوازې په شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ د مخنیوي پر څاڅکو بندیز لګولی دی بلکې د خیبر پښتونخوا تر څنګ یې په کراچۍ کې هم د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره پر کارکوونکو ډلو بریدونه کړي دي چې یو شمېر په کې وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

په بوري کې د ګوزڼ د مخنیوي ډلې پر امنیت ساتونکي برید او د هغه وژنه په دې سیمه کې رامنځ ته شوې داسې پېښه ده چې تر دې وړاندې نه وه شوې.
داسې نه ښکاري چې جنوبي پښتونخوا دي د نور وطن د حالاتو له اغېز پاتې شي.
ځايي سیاست پوه

د بوري د پولیسو د تاڼې مشر سید ناصر شاه مشال راډیو ته وویل چې دا برید د ښار په اربسین سیمه کې شوی دی.

هغه وویل ً د سهار شاوخوا یوولس نیمې بجې وې چې د ښار په اربسین سیمه کې د پولیو ناروغۍ پر ضد څاڅکي ورکوونکې زنانه ډله یوه کورته ننوتې وه او د هغوی امنیت ساتونکی دباندې ولاړ وو. مخ پټ کړي نامالومه کسان راغلي او هغه عسکر پر پر هغه ځای وژلی دیً.

سید ناصر شاه وویل ، دوی د دې مالومولو لپاره پلټنې پیل کړې دي چې دا برید کوونکي څوک وو.

که څه هم د ګوزڼ د مخنیوي پر ډله دا لومړی برید دی خو د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې تر دې وړاندې د ترهګرۍ داسې یو شمېر پېښې شوې دي چې پړه یې وسله والو طالبانو منلې ده.
د جنوبي پښتونخوا په ټولو سیمو کې طالبان شتون لري
ځايي سیاست پوه

د دې سیمو پر حالاتو نظر لرونکي یو ځايي کس چې د نامه خپرول یې غوښت ، مشال راډیو ته وویل ، دوی ته داسې نه ښکاري چې د هغه په خبره جنوبي پښتونخوا دي د نور وطن د حالاتو له اغېز پاتې شي.

له نوموړي څخه مو وپوښتل چې په جنوبي پښتونخوا کې طالبان شتون لري او که نه ، او که یې لري نو په کومو سیمو کې ډېر فعال دي؟

هغه وویل ً اول خو کوټه ده ، له کوټې سره کچلاغ دی ، له کچلاغ سره پښین دی ، بیا چمن دی ، قلعه عبدالله ده ، کلا سېف الله ، ږوب او بوری دي. چې کوم ښارونه دي په هغوی کې دا خلک شتون لري. دا بېله خبره ده چې دلته به حالات څه ډول جوړیږي او دوی به یې له هغوی سره سم کاروي ً.

د بلوچستان د کورنیو چارو سیکرټري اسد ګېلاني که څه هم هلته د طالبانو د فکر شتون ومانی خو د هغوی فعالیت یې رد کړ.
د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې طالبان ځکه فعالیت نه شي کولای چې د هغې سیمې په ټولنه کې ورته ځای نشته
اسد ګېلانی


اسد ګېلاني وویل ً د طالبانو په اړه موږ ته رپوټونه راځي خو لکه څنګه چې هغوی په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې فعال دي ، هغسې دلته نه دي فعال. د طالبان فکر په هغو ټولو سیمو کې شته چې له افغانستان ، خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو سره پوله لري او دا شاوخوا دولس سوه کلومیټره سیمه دهً.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا وسله وال طالبان به د بلوچستان په پښتنه سیمه کې هم د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو غوندې فعالیت پیل کړي او که نه؟

اسد ګېلاني د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ده په وینا ، د بلوچستان په سیمه کې له دې کبله طالبان فعالیت نه شي کولای چې د هغې سیمې په ټولنه کې ورته دومره ځای نشته.

خو پر دې سیمو نظر لرونکي ځايي کس بیا وویل چې د جنوبي پښتونخوا او قبایلي سیمو د ولس په سیاسي شعور او تعلیمي کچه کې فرق دی.
دا به په راتلونکو حالاتو پورې تړلې وي چې په جنوبي پښتونخوا کې موجود طالبان څه ډول استعمالېږي
ځايي سیاست پوه

هغه زیاته کړه چې ً په دې کې شک نشته چې دلته تر قبایلي سیمو هم تعلیم زیات دی او هم سیاسي شعور ډېر دی. خو دلته ځینې قوتونه خپلې ځانګړې ګټې لري او هر څه چې کیږي د هغه تر شا خاص ګټې او لاسونه وي ً.

د یادونې وړ ده چې د کوټې تر څنګ د بلوچستان د پښتنې سیمې په کچلاغ او پښین کې هم داسې چادونې شوې وې چې پړه یې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د ۲۰۱۱م کال د جولايي پر لومړۍ نېټه د سویټزرلېنډ دوه وګړي چې خاوند او مېرمن وو ، له بوري څخه تښتول شوي وو چې بیا د ۲۰۱۲م کال د مارچ په منځ کې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې خوشي کړل شو. تحریک طالبان پاکستان د هغوی د تښتولو پړه منلې وه.

د ۲۰۱۳م کال د جون پر ۱۱مه نېټه له بوري څخه ږوب ته تلونکي درې ډاکټران او د هغوی دوه نور ملګري تښتول شوي وو چې بیا د هغه کال د سپټمبر پر ۲۱مه نېټه له قبایلي سیمو خوشي شوي وو. که څه هم دې ډاکټرانو حال نه دی ویلی خو ګمان کېدی چې هغوی وسله والو طالبانو تښتولي وو او بیا یې د پېسو په بدل کې خوشي کړل.

د روان کال د فرورۍ پر ۲۴مه نېټه د بوري ښار په یو شمېر سیمو کې د ً جېش السیوف ً په نامه یوې ډلې داسې پاڼې (پمفلټ) وېشلي وو په کوم کې چې مېرمنو ته پر کور د کښېناستو تر څنګ یو شمېر نور ګواښونه شوي وو.
XS
SM
MD
LG