د لاسرسي ځای

تازه خبر

امان الله خان او باچاخان د جنګ خلاف وو. احمدزی


جلال اباد کې د اشرف غني احمدزي غونډه
جلال اباد کې د اشرف غني احمدزي غونډه

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشريزو ټاکنو د کمپين په لړ کې ننګرهار ته راغلی او د يوې غونډې د تر سره کولو په ترڅ کې يې له ولسونو څخه د رايو غوښتنه وکړه.


د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشريزو ټاکنو د کمپين په لړ کې ننګرهار ته تللی او د يوې غونډې د تر سره کولو په ترڅ کې يې له ولسونو څخه د رايو غوښتنه وکړه.


دغه غونډه بهسودو پله ته څيرمه د فوټبال په سټيډيم کې تر سره شوه، چې پر ننګرهار سربيره ورته له کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو څخه په زرګونو تنه راغلي ول د ډاکټر اشرف غني راتګ يې جلال اباد ته په اتڼونو بدرګه کړو.

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني په خپلو خبرو کې وويل، که د افغانستان خلکو دی ولسمشر وټاکه نو تر هر څه د مخه به دغه هيواد ته سوله راولي، نوموړي وايي:
« ننګرهار د باچاخان ابدي ځای دی او باچاخان راته څه وايي، وينه بس ده، وينه بس ده، وينه بس ده. موږ به په ورولي، په منطق پايداره سوله راولو. دا د باچاخان پيغام دی او باچا خان دلته ښخ دی، ځکه چې باچا خان ويلې چې دا افغانستان يې کور دی.»

نوموړی وايي چې داسې يو نظام به قايموي چې د دولت او ولس تر منځ واټنونه له منځه يوسي.
« ولس باندې به بيا پانګه اچوو چې مشرقي وساتي، زموږ ژمنه ده چې د جومات او ارګ واټن به ليرې کړو. مکتب او مدرسه به په ټکر کې نه وي، دا وطن د جرګو وطن دی، په جرګو به سوله راولو. ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت به له ولس سره په يوه حرکت دريږي او مشرقي به د بيڼ المللي کانديډ مرکز شي، د اوسپنې پټرۍ به له تورخم نه جلال اباد ته راځي بيا به تر کابله رسيږي.»

د افغانستان د ولسې جرګې په پينځلسمه دوره کې د ننګرهار د خلکو استازي سيد هاشم فولاد مشال راډيو سره په خبرو کې په ولسونو غږ وکړ چې اشرف غني ته رايې ورکړي.
« د ډاکټر صاحب سره د ټول افغانستان د جوړولو هر اړخيزې برنامې شته دی. ازميښت شوی سړی دی، عالم سړی دی، هوښيار سړی دی. نو داسې يو سړي ته چې هغه هم د دين لپاره، هم د وطن لپاره او هم د خلکو لپاره په خير وي، نو هغه ته رايه ورکول او هغه په دغه سړي کې ظاهراٌ شته. خلکو ته دې خدای توفيق ورکړي چې د ده ملاتړ وکړي او ده ته دې هم خدای توفيق ورکړي چې دا وطن جوړ کړي.»

د يادولو ده چې تر ده وړاندې هدايت امين ارسلا، ډاکټر زلمی رسول، ګل اغا شیرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله هم د خپلو انتخاباتي کمپين په لر کې ننګرهار ته راغلي وو.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د اپريل په پينځمه نيټه تر سره شي.
XS
SM
MD
LG