د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د انتخاباتو د کمیسیون استعفی به انتخابات وځنډوي”


د عراق وزیر اعظم نوري المالکي خبرداری ورکړی چې د ملک د انتخاباتي کمیسون استعفی د اپریل په پای کې ترسره کیدونکي انتخابات ځنډولی شي.


المالکي د شورو پر ورځ په خپله اونیزه تلویزوني وینا کې وویل که د انتخاباتو اعلی کمیسون کار ته ستون نشي نو انتخابات به وځنډیږي.

نوموړي وویل په انتخاباتو کې ځنډ به نه یوازې د انتخاباتو لپاره بلکه د ټول ملک لپاره یوه ضربه وي.

بل طرف ته د انتخاباتو د کمیسون یو غړي ( صفا ـ الموسوي ) د مشال راډیو عراقي څانګې ته ویلي: د انتخاباتو د کمیسون د غړو استعفا ګانې به د انتخاباتو په چمتو والي او پروسه باندې څه اغیز ونه لري.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو استازي ( نیکولی ـ ملادي نیو ) بیا وايي په انتخاباتو کې ځنډ به خطر ناک مثال قایم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG