د لاسرسي ځای

د تعليم، او په لوړو زده کړو کې د روزنې او معيار لپاره د پاکستان وزير مملکت بليغ الرحمان د تېرې سې شنبې په ورځ په پاکستان کې په ۲۰۱۳م کال کې د تعليم د شمېرنې په اړه د راپور پرانسته وکړه.

د تعليم، او په لوړو زده کړو کې د روزنې او معيار لپاره د پاکستان وزير مملکت بليغ الرحمان د تېرې سې شنبې په ورځ په پاکستان کې په ۲۰۱۳م کال کې د تعليم د شمېرنې په اړه د راپور پرانسته وکړه.


د پاکستان اېجوکېشن اټلس په نامه دغه راپور د ملګرو ملتونو د خوراک له نړيوالې ادارې سره په ګډه جوړ شوی دی. د راپور له مخې په پاکستان کې د تعليم کچه ۵۸٪ ده چې د سوهېلي آسيا د ګاونډيو هيوادونو په پرتله ډېره ټيټه ده. د راپور له مخې اوس هم د پاکستان ۳۲٪ ماشومان چې عمرونه يې له پنځو څخه تر نهو کلونو پورې دي، له ښوونځيو بهر دي.

د پاکستان د پرمختللو ښارونو په پرتله په فاټا او خېبر پښتونخوا کې د لوست شرح تر دې هم ټيټه ده.په فاټا سېکريټېريېټ کې د تعليم د څانګې مشر هاشم خان وايي چې د نور پاکستان په پرتله په قبايلي سيمو کې د لوست کچه يوازې ۲۴٪ ده خو دوی هڅه کوي چې دا زياته کړي.

((دلته چې کوم سکولونه وران دي، هغه موږ دوباره جوړوو. موږ خپلې هلې ځلې رواني کړي دي. موږ تر ۲۰۱۶م کال پورې د ځان لپاره يو هدف اېښی دی. هغه دا چې د خواندګۍ شرح به موږ ۳۰٪ ته رسوو. ))

که يو خوا ته په قبايلي سيمو کې د ناامنه حالاتو له کبله تعليم اغېزمن شوی نو بلخوا په خېبر پښتونخوا کې هم په لسګونه ښوونځي وران شوي دي. د خېبر پښتونخوا د تعليم صوبايي وزير محمد عاطف خان وايي، د بېلا بيلو شمېرو له مخې په صوبه کې د لوست کچه ۵۵٪ ده. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د اوس لپاره د لوست د شرح د زياتولو پر ځای دوی د تعليم معيار ته پاملرنه کوي. نوموړي زياته کړه چې د نوو ښوونځيو د جوړولو تر څنګ يې د وران شوو ښوونځيو په جوړولو هم لاس پورې کړی دی.

((دلته يو خوا سکولونه زلزلې وران کړي ول، بلخوا سېلابونو وران کړي ول او دريم دهشتګردۍ تباه کړي ول. نو پر دغه درې واړو سکولونو کار روان دی. نو د دې سکولونو د بيا جوړونې لپاره چې انفراسټرکچر په کار دی، د هغه شمېر تر ۲۰۰۰ زيات دی. دا خو په يو ځای نشي کېدای. په دې ګرانۍ کې تاسو ته پته ده چې په يو سکول باندې يو يا سوا کروړ روپۍ خرچه راځي. نو که موږ ۲۰۰۰ سکولونه جوړوو نو هغې له خو په اربونو نه بلکې په کربونو روپۍ په کار دي.))

د پاکستان په شاته پاته او کليوالو سيمو کې د لوست شرح د ښاري سيمو په پرتله ټيټه ده. دا چې په څه ډول حکومت کولای شي چې د لوست کچه جګه کړي او تعليم عام کړي. په کوټه کې د بلوچستان د حکومتي نصابي کتابونو د ادارې پخوانی مشر پروفېسر منير احمد خان کاکړ وايي چې د يوازيني تعليمي نظام په راوستلو او د حکومت لخوا د تعليم زياتولو د جدي ګام په اخستلو سره حالات مثبت لورې ته تلای شي.

((دا سياسي فيصله ده. که چيري يو مُلک دا فيصله وکړي چې زما تعليم زما ترجيح ده، زما لومړيتوب دی. تعليم ته زه سبقت ورکوم نو په دا اوس وخت کې په هغو ملکونو کې د تعليم شرح لوړول څه ګرانه خبره نه ده. پاکستان وغوښتل چې اېټم بم جوړ کړي نو اېټم بم يې جوړ کړی. خبره دا ده چې دلته دوه پاکستانه دي. يو د امتياز لرونکو او معتبرينو پاکستان دی او بل د غريبانو پاکستان دي. د امتياز لرونکو په پاکستان کې د هغوی خپل تعليم، خپل نصاب او خپلي تعليمي ادارې دي. ډېر زيات توپير لري. بلخوا د غريبانو سکولونه دي. په هغوی کې استاد نسته. که استاد وي، هغه بيا د دې اهل نه وي چې استاد سي. هيڅ ډول سهولت نلري. اوبه يې نه وي، بلډنګ يې نه وي، ماشومان دباندې ناست وي.))

که څه هم په پاکستان کې حکومت له ډېرې مودې راهيسې ادعا کوي چې د لوست شرح به تر کافي اندازې لوړوي خو بيا هم بريالی شوی نه دی. دا وخت د سوهېلي آسيا په هيواد سريلنکا کې د لوست کچه څه باندې ۹۲٪، په هند کې څه باندې ۷۴ فيصده او په بنګله دېش کې څه باندې ۶۰٪ ده.
XS
SM
MD
LG