په افغانستان کې د نوروز په نړیوال جشن کې د ګډون کولو لپاره د سیمې او نړۍ مشران کابل ته روان دي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان تر نورو سیمه ایزو مشرانو مخکې کابل ته ورسيد.
نوموړی د چارشنبې پر ورځ کابل ته رسیدلی خو تمه کیږي چې نن به یې د ایران ولسمشر حسن روحاني، د ازرباييجان ولسمشر الهام علي یوف، د قزاکستان ولسمشر نور سلطان نظر بایوف ، او د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم کابل ته ورسیږي. افغانستان ته به د اوسني پاکستاني ولسمشر دا لومړی سفر وي.
د یوولسو نورو هیوادونو حکومتي پلاوي به هم په دې جشنونو کې برخه اخلي. تمه کیږي چې دسیمې مشران به همدارنګه د امنیت، تجارت او اقتصادي همکارۍ باندې هم خبرې وکړي. نوروز د پسرلي دراتګ یو دودیز جشن دی چې له پیړیو راهیسې لمانځل کیږي.
په هم دې ترڅ کې د افغانستان ولسمشر د ترکمنستان د وزیر اعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان تر منځ د اورګاډي د کرښې د تیریدو په اړه خبرې وکړې.
دا خبرې د چهارشنبې پر ورځ په ارګ کې د حامد کرزي او رشید مرادوف تر منځ وشوې. دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې کیدای شي چې د ریل دا کرښه په راتلونکې کې د اروپا لور ته هم وغځیږي.
د ترکمنستان د وزیر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د نوروز په نړیوال جشن کې د ګډون لپاره کابل ته تللي دی.