د لاسرسي ځای

تازه خبر

مذاکراتي پلاوي او طالبان شمالي وزیرستان کې سره ویني

د طالبانو مذاکراتي کمېټې استازی مولانا یوسف شاه
د طالبانو مذاکراتي کمېټې استازی مولانا یوسف شاه

پاکستانیو چارواکو او د وسله والو طالبانو سرچینو د مشال راډيو راډیو خبریال ته نن د چارشنبې ورځ د مخامخ خبرو کېدو پخلی وکړ او د طالبانو سرچینو دا هم وویل چې ښايي دوه اړخیزه خبرې اترې به یې تر دوو ورځو پورې دوام ولري. خو هغوی د خبراترو د ځایځایګي په اړه مالومات شریک نه کړل.

پرون د نهې پر ورځ د موسم خرابوالي له کبله خبرې ځنډول شوی وې. نن د شورو ورځې پر د طالبانو له خوا ټاکل شوې کمېټۍ غړي مولانا یوسف شاه سهار د مشال راډیو له خبریال مجید بابر سره په خپلو څرګندونو کې وویل، د دوی لومړۍ هڅه به د اوربند غځول وي.

داسې ښکاري چې په دغه مخامخ خبرو اترو کې به د طالبانو له لوري د اوربند غځولو او د بندیانو خوشي کولو پر اجنډا زور واچول شي.

طالبانو سرچینو مشال راډيو ته دا هم وویل چې په دغه خبرو کې به د ښه مخۍ په ترڅ کې به د اسلامیه کالج پوهنتون وایس چانسلر پروفېسر اجمل خان هم خوشې کړي.

د یادولو ده چې له پاکستاني سرکار سره د خبرو لپاره جوړه شوې د طالبانو ګمارل شوي پلاوي استازو تر دې وړاندې هم په شمالي وزیرستان کې د طالبانو له غړو سره لیدلي دي.
XS
SM
MD
LG