د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل او کونړ کې وسله والې نښتې


د کابل د امنیې قومندانۍ وايي د دارالامان په سېمه کې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي چې د انتخاباتو کمیشن په یوه سيمه ییز دفتر رید ګر له منځه یوسي او هلته بند پاتې کسان وژغوري.

د کابل د امنیې قومندانۍ وايي د دارالامان په سېمه کې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي چې د انتخاباتو کمیشن په یوه سيمه ییز دفتر رید ګر له منځه یوسي او هلته بند پاتې کسان وژغوري.


نن (سېشنبه) له غرمې مخکې څو تنو وسلوالو کسانو لومړی په سیمه کې چاودنه وکړه او بیا د انتخاباتو د خپلواک کمیشن سېمه ییز دفتر ته ورننوتل.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي مشال راډيو ته وويل چې د تلفاتو او یرید ګرو د شمېر په اړه تر اوسه کره مالومات نه دي څرګنده. وسله والو طالبانو د دې بريد پرغاړه اخستې ده.

بلخوا د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې په دې ولایت کې د وسله والو مخالفینو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه پای ته ورسېده.

د دې ولایت د امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل مشال راډیو ته وویل چې دغه جګړه نن د (سېشنبه) سهار څه باندې لس بجې له هغې وروسته پيل شوه چې درې تنه وسله وال مخالفین د نوي کابل بانک ودانۍ ته ننوتل.

دې وایي چې وسله والو مخالفینو لومړی د بانک دوه چوکیداران ویشتلي او بیا بانک ته ننوتي دي.
XS
SM
MD
LG