د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوشال خان خټک فلسفه ځوانانو ته کامیابي ورکوي


د همت په بال و پر سړی الوځي
مرغه پورته الوته کا په وزرو
خوشال خان خټک
د همت په بال و پر سړی الوځي مرغه پورته الوته کا په وزرو خوشال خان خټک

په اسلام اباد کې د قايد عظم يونيورسټۍ د تاريخ څانګې پخوانې مشر وقار علي شا وايي که پښتنو ځوانانو خوشال خان خټک او خپل تاريخ هېر کړو نو تاريخ به دوی هېر کړي

د روانې مارچ میاشتې په اوږدو کې د پښتنو د اتل خوشال خان خټک ۳۲۵ تلين د خيبر پښتونخوا په ګډون د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې ولمانځل شو، نوموړی په ۱۶۱۳ م لمریز کال کې د اوسنۍ خيبر پښتونخوا په اکوړه کې زېږېدلی وو، هغه د ادب او ملي مبارزې یو داسې ځلانده ستوری بلل کېږي چې د ادبپوهانو په خبره ښايي ډېر لږ علمي شخصویتونه به وي چې قلم او توره دواړه به یې هممهاله چلولي وي. لکه خوشال خټک چې خپله وايي،

 د خوشال خان خټک فلسفه ځوانانو ته د کامیابۍ لاره ښيي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


توره چې تېرېږي خو ګوزار لره کنه
زلفې چې ولول شي نو خپل یار لره کنه

په دې شعر کې خپله د هغه د شخصیت څرک لیدل کېږي.

خو د یو داسې تاریخ ساز شخصیت په ژوند کې د نننیو پښتنو ځوانانو لپاره څه سبق پروت دی.
اباسین یوسفزی
اباسین یوسفزی
همدا موضوع مو له یو شمېر لیکولانو سره څېړلې. په پيښور کې اديب او ليکوال اباسين يوسفزی وايي د خوشال خان خټک ژوند نه يواځې د پښتون زلمي کول بلکې د نړۍ د ټولو ځوانانو لپاره ډېرې د کار خبرې لري، خوشال د غيرت، همت، حوصلې او پرمختګ درس ورکوي، د خوشال فکر تر انتهايي کچې دانش لري او يو عملي بني ادم وو.




په قايداعظم يونيورسټۍ کې د تاريخ د څانګې پخوانی مشر ډاکټر وقارعلي شا وايي، زياتره پښتانه ځوانان نه یوازې په سمه توګه له خوشال خټکه خبر نه دي بلکې که یو څه یې ورښودلی دی نو هغه د یوه جنګيالي په بڼه کې ورپېژندلی دی، د ده په خبره خوشال کې خود اعتمادي وه، يو ځانګړنه او انفراديت وو چې نن له پښتنو ورک دی:
وقار علي شاه
وقار علي شاه
وقار علي شا زياتوي چې انسان په شلمه پېړۍ کې اسمان ته وختو خو خوشال ورته څو سوه کاله مخکې ويلي وو چې

لار د ختو اسمان ته نشته
زه به لار ورته پېدا کړم په هنر

یا دا ......

د همت په بال و پر سړی الوځي
مرغه پورته الوته کا په وزرو

اباسين يوسفزۍ وايي که يو خوا د حکومتونو د تعصب له وجې ځوانان د خوشال خان خټک له ژونده او کارنامو بې خبره دي نو بلخوا د ځوانانو لومړيتوبونه هم نور دي:

وقار علي شا وايي خوشال خان ځوانانو ته د ژوند پغام ورکوي :
راج ولي شاه خټک
راج ولي شاه خټک
همداراز د پيښور يونيورسټۍ د پښتو څانګې مشر راج ولي شا خټک وايي په روانو حالاتو کې د خوشال خان خټک فلسفه ډېره ضروري ده چې دا رنګ د ځوانانو مړه ذهنونه راژوندي کړي:


په اسلام اباد کې د قايد عظم يونيورسټۍ د تاريخ څانګې پخوانې مشر وقار علي شا وايي که پښتنو ځوانانو خوشال خان خټک او خپل تاريخ هېر کړو نو تاريخ به دوی هېر کړي:

تاسو د کارپوهانو خبرې واوريدې دوی وايي خوشال خان خټک د غيرت، همت، حوصلې او پرمختګ درس ورکوي، د دوی په خبره که چېرې پښتانه ځوانان خوشال خان ولولي او بيا د هغه په فلسفه عمل وکړي نو ضرور به کاميابېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG