د لاسرسي ځای

د جلال اباد ښار بهسود پله ته څېرمه د نرسريريو په لسګونه فارمونه پرانستل شوي چې ډول، ډول ميوه لرونکي او زينتي بوټي په کې خرځلاو ته ايښودل شوي، دغه فارمونو ته هره ورځ ګڼ شمير خلک ورځي او د خپلې خوښې بوټي اخلي.

د جلال اباد ښار بهسود پله ته څېرمه د نرسريريو په لسګونه فارمونه پرانستل شوي چې ډول، ډول ميوه لرونکي او زينتي بوټي په کې خرځلاو ته ايښودل شوي، دغه فارمونو ته هره ورځ ګڼ شمير خلک ورځي او د خپلې خوښې بوټي اخلي ‎. بلخوا فارم لرونکي هم د بوټو د خرڅلاو له سږني بازار نه خوشحاله دي.


که يوه لوري ته په ننګرهار کې د يوې مياشتې راهيسې د ميوه لرونکو او زينتي بوټو د کرلو بهير په سرکاري توګه پيل شوي بل لوري ته د جلال اباد ښارنرسرۍ فارمونو ته ډله ډله خلک ورځي او د باغونو جوړولو لپاره ډول ډول ميوه لرونکي او زينتي بوټ اخلي.

د نرسرۍ فارمونو مالکان چې د ننګرهار په بيلابيلو ولسواليو کې يې قوريې جوړې کړي او د نرسرۍ فارمونو مارکيټ کې يې ډول ډول ميوه لرونکي او زینتي بوټي د خرڅلاو لپاره په ګرين هاوسونو کې ايښي، د بوټو له سږني بازار څخه راضي دي.

د هوپ کرنيز شرکت يو تن مسوول ولي الله مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« دلته موږ مثمر او غير مثمر نيالګي توليد کړي، لکه نارنج، ليمو او مالټه، دلته مو راوړي، جلال اباد کې د نهال فروشۍ يو مارکيټ دی. دلته دا د ستروسو خاندان ډير خلک خوښوي، لکه مالټه، ليمو، نارنح، او په نري پاڼو کې هم دا مرپان، صبر، ناجو شو، نښتر هم خلک خوښوي. کابل ته يې هم وړي، مزار ته يې وړي، کندهار ته يې هم وړي.»

د عبدالغفار په نوم يو تن چې په کامې ولسوالۍ کې يې قوريه ده وايي چې ميوه لرونکي بوټي په خپله قوريه کې تربيه کوي او زينتي بوټي له پيښور نه واردوي.

« موږ ليمو تربيه کوو، مالټه تربيه کوو، لوکاټ وي راسره، خلک راځي، بوټي وړي، په سلګونو باندې، په زرګونو. خلک راځي، باغونه جوړوي، شفتالو باغو جوړوي، مالټو باغ جوړوي، د ليمو باغ جوړوي. موږ له پيښور نه ډيکوريشن بوټي راوړو لکه ګمله کې ګلاب شوو، بمبل بيلې شوې، اريکيرې شوې، دغه شيان راوړو.»

په دغه مارکيټ کې د بوټو کينولو ګڼ شمير مينه وال هم تر سترګو کيږي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« صدرالدين مې نوم دی، د روداتو ولسوالۍ بړو کلي نه راغلي يم، زينټي بوټو پسې راغلی يم، ګرنټه ورته وايي داسې ديوال ترينه حوړيږي، هغه اخلو او د انارو بوټي وړو او په کورونو کې يې کرو. د کورونو ښکلا ده، د پارکونو ښکلا ده او ټولو نه مو دا هيله ده چې راشي او د خپل وس په اندازه باندې بوټي واخلي او ويې کري.»

« نقيب الله يم، له کونړ نه راغلي يم. مخکې له دې چې دا جنګونو تير شوي، او زموږ ښايسته ماحول ټول ګډ وډ شوی. اوس غواړو چې بيرته نور نيالګي وکرو. ښايسته باغونه جوړ کړو او له پخوا نه يې ښه جوړ کړو.»

ننګرهار چې يو زراعتي ولايت دی، د تيرو کورنيو جنګونو له امله يې سرکاري او ولسي باغونه ویجاړ شوي وو، خو د تيرو دولسو کلونو راهيسې په سرکاري او ولسي کچه د باغونو د رغولو په چارو بوخت دي چې په هر کال په نوي کيدو سره خلک په خپلو ځمکو کې ميوه لرونکي بوټي کري.
XS
SM
MD
LG