د لاسرسي ځای

بیګاه د سشنبې په شپه وسلوالو طالبانو د خوست ولایت د تریزیو ولسوالۍ د چرګوټي په سیمه کې د سرحدي پولیسو په پوستو وسلوال برید کړی، چې په ترڅ کې يې د حکومت سرتیرو او وسلوالو لوري ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بیګاه د سشنبې په شپه وسلوالو طالبانو د خوست ولایت د تریزیو ولسوالۍ د چرګوټي په سیمه کې د سرحدي پولیسو په پوستو وسلوال برید کړی، چې په ترڅ کې يې د حکومت سرتیرو او وسلوالو لوري ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


تریزيو ولسوالي د خوست په شمال لویدیز کې پرته سرحدي سیمه ده، چې د پاړه چنار، کورمې او ټل له قبایلي سیمو سره په اوږدو ګډه پوله لري.

په خوست کې د سرحدي پولیسو کمیسار سمونمل سیف الله سرحدي مشال راډیو ته وویل، چې د وسلوالو له لوري نوموړې قوي حمله د شپې په دوو بجو پیل او د سهار تر پنځه نیمو بجو يې دوام وکړ.

د ه په خبره په دې برید کې د سرحدي پولیسو یو تن سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سیف الله سرحدي وړاندې وویل، د یادو ځواکونو د ملاتړ له پاره د ملي اردو او سرحدي پولیسو تازه دمه قوتونه په خپل وخت د پېښې سیمې ته رسیدلي او د وسلوالو برید یې په شاه تمبولی دی.
سرحدي کمیسار زیاتوي، چې په دې برید کې د دوی امنیتي پوستو ته مالي خسارې رسیدلي دي، په برید کې د وسلوالو شمېر زیات وو او دوی په سپکو او درنو وسلو سمبال ول.

د خوست سرحدي کمیسار د وسلوالو هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګنې دوی په بیګاني برید کې د چرګوټي پوځي مرکز ته سقوط ورکړی دی، د ده په خبره افغان ځواکونو په سیمه کې د وسلوالو لټون پیل کړی او دې پیښې په ساحه کې يې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
XS
SM
MD
LG