د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د هېروینو روږدي زیات شوي دي


بريتانوۍ ډيلي ټيليګراف ورځپاڼې د ډيوېډ براون نومي يوه خبريال، چې د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې يې په هيروينو د روږدو تنانو حالت له نيږدې ليدلی، يوه ليکنه خپره کړې ده.

بريتانوۍ ډيلي ټيليګراف ورځپاڼې د ډيوېډ براون نومي يوه خبريال، چې د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې يې په هيروينو د روږدو تنانو حالت له نيږدې ليدلی، يوه ليکنه خپره کړې ده.

ليکوال وايي، چې له پنجابه پر موټر وی خيبر پښتونخوا ته راځې نو پر هغه ځای چې د دې صوبې حدود شورو کيږي، پر يوه لوحه يې ليکلي، خيبر پښتونخوا ته، چې د مېلمه پالو خلکو ټاټوبی دی، ښه راغلاست.

ليکوال زياتوي، که له دغې جملې سره دا خبره اضافه کړل شي چې د هيروينو خاورې ته هم ښه راغلاست، نو بده به نه وي.

په ليکنه کې راغلي، خيبر پښتونخوا او همداراز ټول پاکستان د اوسيدونکو يې په هيروينو د روږدي کېدو له ستونزې سره مخامخ دی.

په ليکنه کې په ملګرو ملتونو کې د جنايي جرمونو او مخدره موادو پر ضد ادارې لخوا خپور شوي د تر ټولو وروستي راپور په حواله ويل شوي چې په پاکستان کې شپږ اعشاريه اوو ميليونه خلک نشه يي توکي کاروي.

ياده نړيواله اداره وايي چې د پاکستان ۸۰۰۰۰۰ وګړي، چې عمرونه يې د ۱۵ او ۶۴ کالونو په مينځ کې دي، د هيروينو عادي نشيان دي.

دغه راز زياتوي چې په پاکستان کې هر کال ۴۴ ټنه تيار شوي هيروين څښول کيږي. پر دې سربېره، ۱۱۰ ټنه هيروين، چې په افغانستان کې تياريږي، د پاکستان له لارې نړيوالو مارکېټونو ته رسول کيږي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې شمېرې ښيي چې په پاکستان کې د مخدره موادو د تجارت کلنی حجم ۲ بيليونه ډالره ته رسيږي.

د ليکنې له مخې، د نشه يي توکيو په دې کاروبار کې د خيبرپښتونخوا مرکزي ښار پېښور، له دې کبله چې د افغانستان پولې او په خيبر ايجنسۍ کې د هيروينو جوړولو کارخانو ته نيږدې پروت دی، ځانګړی اهميت لري.

ليکنه کاږي، د دې ښار په تنګو کوڅو، د بسونو په تم ځايونو، د اورګاډو د پولونو د لاندې، د ودانيو پر چتونو، د مرکزي جيل لوی دروازې ته نيږدې، او په يو شمېر نورو ځايونو کې په سلګونو کسان، چې ښځې هم پکې شاملې دي، ليدل کيږي چې پوډر څښوي او يا يې هم انجکشنې ځان ته لګوي.

په ليکنه کې ويل شوي، پېښور، چې يوه وخت د نړيوالو سېلانيانو د خوښې ښار و، دا مهال پکې د مخدره موادو کاروبار د ودې په حالت کې دی.

ليکنه دغه راز زياتوي، طالب وسله وال خپله جهادي مبارزه تر ډېره د همدغه مخدره موادو له کاروبار څخه د تر لاسه شويو پيسو په زور پر مخ بيايي.
XS
SM
MD
LG