د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د مشکوک پاکستاني سفارتکار پلټنې کوې


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان حکومت د هغه پاکستاني ډیپلوماټ په اړه څيړنه کوي، چې په کابل سرینا هوټل کې یې څو ځله د تصویر اخیستو هڅه کړې.


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان حکومت د هغه پاکستاني ډیپلوماټ په اړه څيړنه کوي، چې په کابل سرینا هوټل کې یې څو ځله د تصویر اخیستو هڅه کړې.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، که ثابته شي چې، پر کابل سرینا هوټل حمله کې د پاکستان لاس و؛ له شک پرته به ورته خپل اعتراض یوسي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني وایي؛ افغان حکومت دا مهال د هغه پاکستاني ډیپلوماټ په اړه څیړنه پیل کړې؛ چې په کابل سرینا هوټل کې یې له حملې څو ورځې مخکې د تصویر اخیستو هڅې کړې وې.

مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د دې پاکستاني ډیپلومات پېژندګلو ونه ښوده؛ خو ویې ویل دې کس د سرینا هوټل په ورزشخونه کې هره ورځ ورزش کاوه.

"
یوه پاکستاني ډیپلوماټ چې هره ورځ یې د ورزش لپاره د سرینا هوټل سپورتي سالون ته تګ راتګ کاوه؛ یو دوه ځله هڅه کړې چې په دې هوټل کې تصویرونه واخلي؛ دغه کس د امنیتي ځواکونو له ممانعت سره هم مخ شوی دی؛ دا زه تاییدوم، خو داسې قضیې هراړخیزې څیړنې ته اړتیا لري، له شک پرته تحقیقات په جدي توګه دوام لري؛ د تحقیقاتو له پای ته رسېدو وروسته به په دې اړه بیا خبرې وکړو."

د ملي امنیت په شورا کې هم د یکشنبې پر ورځ د دې پاکستاني ډیپلومات خبره یاده شوې او د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې؛ دې کس څو ځله فلمونه هم اخیستي ول.

څلور تنه وسله وال بریدګر د تیرې جمعې په شپه له تومانچو سره کابل سرینا هوټل ته ننوتل او د څلورو بهرنیانو په ګډون یې نهه کسان ووژل.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې؛ دا حمله د سیمې استخباراتو پلان کړې وه او له طالبانو څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده په کې شوې وه.

دوی وایي، د وسله والو طالبانو په اعلامیه کې د سرینا په دروازه کې د چاودنې او هوټل ته د درنو وسلو د ننویستو خبره شوې وه او بهرنیو چارو وزارت وایي؛ دا د طالبانو په بې خبرۍ دلالت کوي.

یوشمیر امنیتي کارپوهان بیا وایي چې؛ په سرینا هوټل کې حمله د پاکستان د استخباراتو کار دی او هدف یې دا دی چې، افغان امنیتي ځواکونه کمزوري وښيي.

جنرال نورالحق علومي په دې اړه ازادي راډیو ته خپل نظر داسې څرګند کړ:

"
دا کار د هغو استخباراتو له خوا شوی؛ چې همیشه یې په خپله غیږه کې ترهګر روزلي، یو څرګند حقیقت دی چې، دا د پاکستان د آی. اېس. آی کار دی، دوی کوشش کوي چې، په داسې سازمان یافته فعالیتونو سره داسې څه وکړي چې؛ امنتیي ځواکونه کمزوري وښيي."

علومي وویل، چې افغان حکومت باید د دې پاکستاني ډیپلوماټ هویت څرګند کړي او د پاکستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل شکایت وړاندې کړي.

په کابل کې د پاکستان د سفارت یوه مطبوعاتي مسوول اختر منیر بیا ازادي راډیو ته وویل؛ چې د پاکستان حکومت د سرینا په هوټل حمله غندلې.

د پاکستاني ډیپلوماټ د عکس اخیستلو د مسالې په اړه هغه وویل چې؛ په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت رسماً دوی ته څه نه دي ویلي.

خو منیر وویل چې، د دا رانګه څرګندونو پر ځای افغانستان پاکستان باید له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري وکړي.

تراوسه معلومه نه ده چې، پرسرینا هوټل د حملې په اړه تحقیقات به څه وخت پای ته ورسیږي؛ خو د کابل امنیتي چارواکو مخکې ویلي چې؛ دوی ته د سرینا د امنیتي ساتونکو بې غوري ثابته شوې.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG