د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ويښ ځوانانو غورځنګ د پاکستان سفارت مخ ته لاريون وکړ


کابل: ويښ ځوانانو غورځنګ غړي د پاکستان سفارت مخې ته لاریون کوي
کابل: ويښ ځوانانو غورځنګ غړي د پاکستان سفارت مخې ته لاریون کوي

د ويښ ځوانانو غورځنګ غړو او یو شمېرځوان فعالانو په کابل کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ، د پاکستان د لاسوهنو او په ملي اوردو د طالبانو د بريدونو په غبرګون په کابل کې د پاکستان سفارت تر مخ لاریون وکړ.


د ويښ ځوانانو غورځنګ غړو او یو شمېرځوان فعالانو په کابل کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ، د پاکستان د لاسوهنو او په ملي اوردو د طالبانو د بريدونو په غبرګون په کابل کې د پاکستان سفارت تر مخ لاریون وکړ.


لاريون کوونکو شعارونه ورکول، ژوندی دې وي افغانستان، ژوند ژوند افغان ملي ځواکونه او مرګ پر پاکستان او د هغه پر جاسوسانو.

لاريون سهار لس بجې د کارته پروان له برهکي څلورلارې پېل او تر کلکو امنيتي تدابیرو لاندې لاريون کوونکي د پاکستان د سفارت تر مخې راغونډ شول.

د ويښ ځوانانو د غورځنګ مشر اسرار احمد خان په غازي اباد کې په ملي اوردو د طالبانو برېد په وغانده او ویې ویل چې پاکستان هر وخت د خپلو لاسپوڅو په مټ په افغانستان کې لاسوهنه کړې او نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او سوکالي راشي.

نوموړي وویل چې پاکستان په دې باور دی چې په خپلو پښو درېدلی افغانستان د پاکستان شتون له ګواښ سره مخامخوي.

اسرار خان له افغان رسنیو وغوښتل چې د ملي ځواکونو سرتېرو ته د وژل شوي پر ځای د شهيد کلمه وکاروي.

د غونډې بل وینا وال مجيد قرار په خپله وینا کې ووېل چې نور ولس زموږ د ملي امنيتي ځواکونه او دښمن تر منځ بې تفاوته نه پاتې کيږي.

نوموړي وویل هغه چې په ګوشته کې په ملي ځواکونو بريدونه کوي او یا په غازي اباد کې یو دښمن دی او همدا دښمن د پاکستان پوځیان او اجیرې ملېشې دي.

د لاريون پريکړه ليک د ايمل هدايي لخوا ولوستل شوو او له حکومته یې وغوښتل چې د غازي اباد د پېښې په اړه کلکه پلټنه وکړي او هغه چارواکې چې یې په خپلو دندو کې غفلت کړی وي ګوښه کړای شي.

په پرېکړه ليک کې راغلي دا هم وویل شول چې (پاکستان د ترهګرۍ ملاتړۍ دولت دی، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د پاکستان دننه د ترهګرۍ ځالې له منځه يوسي).

د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې په ملي اردو د کورنیو او بهرنیو ترهګرو په برید کې ۲۱ سرتيري شهيدان شوي وو چې دې پيښې په ټول هېواد کې د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو او پاکستان په خلاف غبرګونونه راپورته کړيدي.
XS
SM
MD
LG