د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت او طالبان بندیان تبادله کوي


فایل فوټو
فایل فوټو

دا مهال په پاکستان کې د امن په موخه وسله والو طالبانو سره د پاکستاني حکومت لخوا د خبرو اترو لړۍ روانه ده، که څه هم تر دې مهاله نه ده مالومه چي په دی خبرو اترو کي دواړه خواوې به په کومه ایجنډه او شرطونو دغه بهير پر مخ بیايي ، خو يوه خبره طالبانو په ډاګه کړې ده چی حکومت دې د دوی هغه درې سوه غير جنګي خلک پريږدي چی د دوی په خبره په ښځو، ماشومانو ، او بوډاګانو مشتمل دي .

خو پوښتنه دا ده چي ایا حکومت هم کوم له خپلې غاړې دملکي کسانو فهرست طالبانو ته ورکړي دی او که نه ؟ د حکومت لخوا د ټاکلې شوې د ابتدايي کميټي غړی رحیم الله يوسفزي وای چي په دی اړه عمومی خبره شوې وه :

(( زمونږ خبرې ډیرې لومړنۍ وې، فهرستونه سپارل شوي نه وو ، خو همدومره یادونه شوې وه چې د طالبانو د کورنیو غړي چې میرمنې هم پکې شاملې دي، باید د حکومت لخوا پریښودل شي. ))

دا مهال د پخوانی وزير اعظم سيد يوسف رضا ګیلانی زوی حید ر ګیلاني ، د پنجاب د دپخواني ګورنر سلملن تاثير زوی شهباز تاثير او د اسلامیه کالج د پوهنتون وایس چانسلر پروفيسر اجمل خان هغه څرګنده کسان دي چي د طالبانو په ولکه کي دي . د طالبانو لخوا د خبرو اترو د کميټۍ غړی مولانا يوسف شاه وايي چی که څه هم حکومت دوی ته کوم فهرست نه دی ورکړی چي د طالبانو په ولکه کي دي خو زیاتوی چې اوسه پورې د چا دپرېښودلو پریکړه نه ده شوې، یوازې د قیدیانو د تبادلې خبرې کیږي.


څه موده مخکې د پاکستان پخواني وزير اعظم سید يوسف رضا ګیلانی مشال راډيو سره په خبرو کي ويلي وو چی هغه د خپل زوی حیدر ګیلاني د خوشي کولو لپاره د مولانا سمیع الحق تر څنګ يو شمير مذهبي ، حکومتي او استخباراتي ادارو سره ملاقاتونه کړي دي ، خو ددې پوښتنې په خواب کی چی آیا ستاسو زوی په اصل کي چا تښتولي دی او وجه ي څه ده ؟ نو هغه وايي :


(( ماسره چا نیغ په نیغه په دې اړه تماس نه دی نیولی، او نه هم زما د خپل زوی سره خبرې شوي دي ، نه راته د خپل زوی په اړه مالومه ده چې هغه چرته دی ؟ صرف يو کس چي خپل نوم یې ابو يزيد ښودلو زما کورنۍ سره یې د ټيليفون د لاري رابطه کړي وه او دعوی ي کړی وه چی زما زوی دوی سره دی. يو ځل يې ماسره هم خبری شوي وي او ويلي یې وو چی ستا د غلطو تګلارو او په ملاکنډ او سوات کی د طالبانو پر ضد د پوځی عملیاتو د بدلې د اخېستو لپاره یې زما زوی تښتولی دی ،هغوی زما د زوی د خوشي کولو په بدل کي د اډیاله جيل نه د خپلو دوو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کړي ده . ))

تراوسه نه ده څرګنده چې طالبان او حکومت به دیوبل غیر جنګي ملګري تبادله کوي که د جنګي بندیانو د خوشې کولو لپاره به هم څه اقدامات کیږي ؟
XS
SM
MD
LG