د لاسرسي ځای

پاکستان ملاله یوسفزۍ او اعتزاز حسن ته صدارتي ایوارډونه ورکوي


ملاله یوسفزۍ

ملاله یوسفزۍ

د پاکستان حکومت فيصله کړي چې د تعليم لپاره مبارزه کوونکې ملالې يوسفزۍ او د دې کال په لومړيوو کې د يو ځانمرګي بريد د مخنيوي پر مهال وژل شوي اعتزاز حسن بنګش ته د ستاره شجاعت ايوارډ ورکړي.






د پاکستان سرکاري خبري اژانس د خبر له مخې د پاکستان حکومت له دوی علاوه يوسل او دريوو نورو کسانو ته هم د اولسي جايزو ورکولو اعلان کړی.

ملاله يوسفزۍ په ۲۰۱۲ کال کې په سوات کې طالبانو په ډزو زخمي کړي وه. هغه اوس هم د پخوا په څېر د تعليم لپاره خپل کار پرمخ بيايي.

اعتزاز حسن د دې کال په جنورۍ کې هغه مهال ووژل شو چې په هنګو کې يې خپل سکول د يو ځانمرګي بريدکوونکی وژغوره خو خپله ووژل شو.

XS
SM
MD
LG