د لاسرسي ځای

پاکستان : حکومتي استازي دطالبانو سره مخامخ خبرې کوي


مولانا سمیع الحق

مولانا سمیع الحق


دپاکستاني طالبانو لخوا د امن د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی استازی مولانا سمیع الحق ادعا کوي چې د حکومتي مذاکراتي ډلې او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ به نیغ په نیغه خبرې په درېوو ورځو کې دننه وشي.

مولانا سمیع الحق نن مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل : دایو ښه او مثبت پرمختګ دی، که په دې لاره کې چا خنډ جوړ نه کړ او څه مسئله جوړه نشوه ، نو خبره به کامیابۍ لوري ته ځي.

مولانا سمیع الحق وايي دواړو لوریو ته په خپله رویه کې لچک ( نرمښت ) راوستل پکار دي. نوموړي پرون د حکومتي او طالب مذاکراتي ډلو ترمنځ د ملاقات نه پس دغه څرګندونې کړي دي.

له مولانا پوښتنه وشوه چې د حکومتي ډلې او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ به ملاقات چیرته کیږي ؟ خو نوموړي ځای ښکاره نکړ او زیاته یې کړه چې د امنیتي وجوهاتو له کبله دا کار نه شي کولی.

پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د تړون هڅې له تیرې څه مودې راهیسې پیل شوي دي، او په لومړي قدم کې دواړو خواوو یو میاشتینی اوربند هم اعلان کړی دی، خو څو ورځې وړاندې د طالبانو د مذاکراتي ډلې یو مشر مولانا یوسف شا ویلي وو چې د اوربند د مودې د غزولو ّحې روانې دي.

دیادولو وړ ده چې له تیر څه مهال نه امریکايي ډرون الوتکو هم په قبایلي سیمو خپل عملیات ودرولي دي.

XS
SM
MD
LG