د لاسرسي ځای

په خوست کې د نوي ښوونیز کال پیلیدنه


په خوست کې د نوي ښوونیز کال د پېلېدو غونډه

په خوست کې د نوي ښوونیز کال د پېلېدو غونډه

خوست: د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم نوی ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ په کړنګولو پیل شو. د شنبې په ورځ په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست ولایت چارواکو پر ټولو خلکو غږ وکړ چې د هغو کسانو پر وړاندې ودرېږي چې په دې ولایت کې د پوهنې بهیر له خنډ او ستونزو سره مخامخوي.

د نوي ښوونیز کال د پیلیدلو ځانګړي مراسم چې شنبې په ورځ له غرمې مخکې د میلمستون په ودانۍ کې د ښوونکو او زده کوونکو په ګډون ترسره شول ، د خوست والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو په ترڅ کې د هغو کسانو عملونه نه بخښوونکي وبلل چې د پوهنې د پرمختګ او اغېزمنتوب پر وړاندې ستونزې او خنډونه جوړوي.

په خوست کې د نوي ښوونیز کال د پېل غونډې برخه وال

په خوست کې د نوي ښوونیز کال د پېل غونډې برخه وال

​عبدالجبار نعیمي له سیمه والو ، ښوونکو او زده کوونکو وغوښتل چې د داسې خلکو پر ضد غږ پورته کړي چې د معارف ملي بهیر اغېزمنوي او په دې توګه د افغانستان د خلکو راتلونکي ته زیان رسوي.

عبدالجبار نعیمي وویل ً هغه څوک چې د معارف د پرمختګ په مقابل کې خنډ واقع کیږي ، باید هغه په دې پوه شي چې دا د یوه معلم په مقابل کې نه ، د یو شاګرد په مقابل کې نه ، د یو مکتب د ماحول په مقابل کې نه بلکې د ټول ولس په مقابل کې هغه ودریږي. هغه ناروا کار کوي. هغه ظالم کار کوي. نه بخښوونکی عمل کوي. خو په تاسو ټولو کې هم باید دا جرئت وي او دغه یووالی وي، چې بدو ته بد ووایاست ً.

د پوهنې ریاست سرپرست رئیس الحاج مطیع الله فضلي د نوي ښوونیز کال د پیلیدو په مراسمو کې د پوهنې د وزیر د مبارکۍ پیغام هم ولوست.

د پوهنې وزیر په پیغام کې هم د معارف پر وړاندې د یو شمېر ستونزو یادونه شوې وه او په دې برخه کې د ټولنې د بیلا بیلو څانګو د مرستې غوښتنه په کې وه.

په خوست کې د نوي ښوونیز کال د پېل په غونډه کې شریک زده کوونکي

په خوست کې د نوي ښوونیز کال د پېل په غونډه کې شریک زده کوونکي

​په یاد پیغام کې د ماشومانو د والدینو څخه ښوونځیو ته د خپلو اولادونو په ځانګړې ډول د نجونو د شمولیت او داخلیدو هیله څرګنده شوي او ویل شوي، چې د یوې نجلۍ په روزلو سره یوه کورنۍ څه چې یوه ټولنه د زده کړې په زیور سمبالیږي.

هغه ویلي وو چې ً هېواد مو د پوهنې د پرمختګ په لاره کې له ځنو ستونزو، خنډونو او ګواښونو سره لاس او ګریوان دی، چې د هغه حل د پوهنې وزارت د منسوبینو سربیره د ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول علماء کرامو، قومي مخورو، زده کوونکیو د والدینو، ښوونکیو او زده کوونکیو ګډه دنده او وجیبه دهً .

د پېغام په یوه بله برخه کې راغلي وو چې ً د زده کوونکیو له والدینو او اولیاوو څخه یو ځل بیا ځانګړې غوښتنه کوم، چې ښوونځي ته د خپلو لوڼو د شمولیت په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې د یو هلک په روزلو سره ښايي یو انسان په پوهه سمبال شي، خو د یوې نجلۍ په روزلو سره یوه کورنۍ څه چې یوه ټولنه د زده کړې په زیور سمبالیږيً.

د یادونې وړ ده، په خوست شاوخوا درې لکه ماشومان په ښوونځیو پر زده کړو بوخت دي، چې دریمه برخه يې نجونې دي، ټاکل شوې سږ کال هم په خوست کې تر پنځوسو زرو پورې نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شي.
XS
SM
MD
LG