د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د حکومت او طالبانو کميټو ملاقات وشو


د تحریک طالبان پاکستان د مزاکراتي کمېټۍ مشر مولانا سمیع الحق
د تحریک طالبان پاکستان د مزاکراتي کمېټۍ مشر مولانا سمیع الحق
ریاض موساخېل

اسلام اباد: د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان د مزاکراتي کمېټیو په اسلام اباد کې له یو بل سره لیده کاته کړي دي.

د سر چينو په وينا په دې غونډه کې د حکومتي او طالب استازو ترمنځ د نيغ په نېغه مذاکراتو لپاره پر ځای اتفاق شوی دی خو هغوی د دې ځای له په ډاګه کولو ډډه کړېده او دا هم تر اوسه نه ده مالومه چې دا خبرې اترې به کله کېږي.

دا غونډه د پاکستان د کورنیو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د دې لپاره رابللې وه چې د سولې د مخامخ خبرو لپاره د ځاي پر ټاکنه او نورو چارو خبرې وشي.

بل پلو چوهدري نثار علي خان د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي دي چې د حکومت او طالبانو د مزاکراتي کميټيو ترمنځ لومړۍ مخامخ او رسمي خبرې به په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.

نوموړي ويلي چې ځينې قوتونه د ترهګرۍ د عملياتو په وسيله د سولې خبرې ناکامه کول غواړي. د ده په وینا ، که دا خلک ځان سم نه کړي نو پر ضد به يي کاروايي کيږي.
XS
SM
MD
LG