د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د هزاره صوبې جوړولو قرارداد منظور کړی دی


د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک
پېښور: د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د دې صوبې د نوم بدلولو او په صوبه کې دننه د هزاره صوبې په نامه د بلې صوبې جوړولو په اړه د دوو قراردادونو منظوري ورکړيده.

د اپوزېشن ګوندونو لکه عوامي نشنل ګوند ، پاکستان پپلز ګوند او قومي وطن پارټۍ يي کلک مخالفت کړی دی.

د هزاره صوبې جوړولو قراداد تير ماښام د حکومتي ګوند تحريک انصاف غړي سردار ادريس وړاندې کړی دی.

پر دې موقع نوموړي وويل چې مرکزي حکومت دي د انتظامي بنيادونو پر اساس د هزاره صوبې په ګډون د نورو صوبو د جوړولو لپاره په ايين کې بدلون وکړي.

بل پلو په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نشنل ګوند پارلماني مشر سردار حسين بابک په دی اړه اسمبلۍ ته وويل چې دا د صوبې د وېشلو یو سازش دی.

سردار حسېن بابک وویل چې که پر انتظامي اساس د صوبې د جوړولو خبره شي نو تر پښتونخوا زیات په نورو صوبو کې د داسې تقسیم ضرورت دی.

د پاکستان د آیین له مخې د صوبې د جوړولو قراداد په صوبايي اسمبلۍ کې له درو څخه په دوه برخې تر منل کېدو وروسته د حتمي منظورۍ لپاره پارلمان ته وړاندې کېږي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG