د لاسرسي ځای

تازه خبر

حب: د ټرېفک په پېښه کې لږترلږه ۳۵ تنه وژل شوي


پخوانی عکس
پخوانی عکس

د بلوچستان صوبې په حب سېمه کې پر ار سي ډي سړک څلور جنګیدلي دي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

کراچۍ: د بلوچستان صوبې په حب سېمه کې پر ار سي ډي سړک څلور جنګیدلي دي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي. دا سیمه د سیند صوبې کراچۍ ښار ته نژدې ده.


د ژغورنې خیریه ادرې ایدهي چارواکي انور کاظمي مشال راډیو ته وويل چې په دې پیښه کې ۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي .

هغه وویل ً په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي ، په پیښه کې یو شمیر وژل شوي او ژوبل شوي کسان د کراچۍ سیول هسپتال ته وروړل شوي ديً.

د روغتون چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې مړي او زخمیان تر پېښه وروسته په بسونو کې د لګیدلي اور له امله سوزیدلي دي.

د پیښې په ښکار شوو ګاډو کې درې بسونه او یو له تیلو ډک ټرک شامل دی . د سیمې ډي ایس پي ضیا مندوخېل رسنیو ته ویلي چې دا بسونه له کوټې ، تربت او ګوادر څخه کراچۍ ته روان و.

خپرونه د غږ(ږغ) په ځای کې اورېدای شئ

د حب ترافیکي پېښه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG