د لاسرسي ځای

په عراق کې چاودنو کې لږه تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي


په عراق کې اسلامي وسله والو د هیواد په شمال کې د جمعې په ورځ په داسې حال کې یو کلی نیولی دی چې د دې هیواد په بېلا بېلو برخو کې په ډزو او بمي چاودنو کې لږ ترلږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.

وسله والو سهار وختي پر سرحه نومي دې کلي برید کړی او په بمونو بار یوه لارۍ یي وچوله. دا کلی د بغداد په شمال کې ۲۰۰ کیلومیټره لرې پروت دی. هلته له تېرو څو اونیو راهیسې جګړه روانه ده.

په شمالي ښار کرکوک کې هغه مهال د موټر بم چاودنه وشوه چې خلکو د نوي کال مراسم نمانځل.

هم داسې د بغداد په شمال کې پر پولیسو د برید له امله لږ ترلږه ۹ پولیس وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG