د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبان دي د عامو خلکو له وژلو لاس واخلي'


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن پر افغان طالبانو غږ کړی دی چې د عامو ژوند ته باید پام وکړي.

د دې کميشن مشر محمد موسی محمودي د کابل په سرینا هوټل کې د وسله والو له خوا د بې ګناه عامو خلکو وژنه وغندله.

محمد موسی محمودي د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې د طالبانو دا عمل د بشري حقونو خلاف وباله.

هغه وویل ً په دې وروستیو کې وینو چې وسله وال مخالفین د داسې بریدونو پړه مني او دا په ښکاره د نړیوالو قوانینو ، بشري حقونو ، زموږ د ملي او اسلامي ارزښتونو پر خلاف کار دیً.

محمودي له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د عامو خلکو د ژوند د خونديتوب په لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د کابل پر سرينا هوټل بريد د نوي کال په شپه شوی وو چې په کې د ۴ بهرنيو په ګډون ۹ کسان وژل شوي وو. د بريد پړه وسله والو طالبانو منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG