د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت او طالبانو مزاکراتي کميټو ترمنځ غونډه کيږي


د طالبانو د مزاکراتي کميټۍ يو غړي د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي چې دوی به نن له حکومتي کمېټۍ سره لیده کاته وکړي.

نوموړي زياته کړې چې دا غونډه د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان رابللې ده چې پکې د سولې د مخامخ خبرو لپاره د ځاي پر ټاکنه او نورو چارو خبرې وشي.

بل پلو چوهدري نثار علي خان پرون په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي دي چې د حکومت او طالبانو د مزاکراتي کميټيو ترمنځ لومړۍ مخامخ او رسمي خبرې به په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.

نوموړي ويلي چې ځينې قوتونه د ترهګرۍ د عملياتو په وسيله د سولې خبرې ناکامه کول غواړي. د ده په وینا ، که دا خلک ځان سم نه کړي نو پر ضد به يي کاروايي کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG