د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د نوروز په مېلمه کې چاودنه شوې


نن جمعې پر ماسپښين د غزني په سخي تپه سيمه کې چاودنه شوې ده چې له امله يې تر اوسه پورې يو تن وژل شوی او درې نور ژوبل دي.


د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، په سخي تپه کې د نوروز په وياړ مراسم جوړ شوي وو، همالته په يوه موټر پسې مقناطيسي ماين نښلول شوی او وروسته چول شوی دی.

دی وايي، په پېښه کې يو تن وژل شوی او درې نور ژوبل دي، چې ټول عام وګړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG