د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کي مون به نن اوکراین ته ځي چې د کرایمیا بحران کم کړي


د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون به د اوکراین له لنډمهالي ولسمشر الېکساندر تورشینوف او له وزیراعظم ارسینې یاڅینیوک سره ګوري.


د ملګرو ملتونو مشر پرون په مسکو کې له روسي ولسمشر ولادمیر پوټین سره ولیدل. هلته بان کي مون وویل، دی د اوکراین بحران ((زښت اندېښمن)) کړی دی.

ملګري ملتونه وايي، بان کي مون هیله من دی چې روسي او اوکرایني لوري وهڅوي چې د [مسلې] سیاسي حل باوري کولو لپاره له یو بل سره مستقیمې خبرې وکړي.

ملګري ملتونه دا هم وايي چې د ملګرو ملتونو بشري حقونو څار ۳۴ کسیز ماموریت به هم نن په شرقي اوکراین کې د سرغړونو معاینې لپاره ځای پر ځای کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG