د لاسرسي ځای

د عربي نړۍ په چارو کې به لاسوهنه پاکستان ته په زيان تمامه شي


د پاکستاني پوځ لوی درستیز راحېل شریف له سعودي شهزاده سلمان بن عبدالعزیز السعود سره د خبرو اترو پر مهال.۱۷م مارچ

د پاکستاني پوځ لوی درستیز راحېل شریف له سعودي شهزاده سلمان بن عبدالعزیز السعود سره د خبرو اترو پر مهال.۱۷م مارچ

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په يو راپور کې راغلي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر لېفټینېنټ جنرل احمد شجاع پاشا د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په پټنځای خبر و.


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په يو راپور کې راغلي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر لېفټینېنټ جنرل احمد شجاع پاشا د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په پټنځای خبر و.


ورځپاڼه د داخلي سرچینو له خلې وايي چې د بن لادن په معامله کې آی اېس آی یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې وه. دغه څانګې د یوه افسر په مشرۍ خپلواک کار کاوی او هيڅ جګپوړو چارواکو ته جوابده نه وه.

د دې سربېره په دا وروستيو کې داسي راپورونه خپاره شول چې سعودي عرب پاکستان ته يونيم ارب ډالر ورکړي تر څو په غېر مستقيم ډول په شام کې د واکمن رژيم په راپرځولو کې مرسته وکړي. تر هغه څو ورځې وروسته د تيرې نهې په ورځ د خليجي هيواد بحرېن باچا شېخ حماد بن عيسی الخليفه د پاکستان په درې ورځني سفر ورغلی. ځينې شنونکې ۴۰ کاله وروسته پاکستان ته د بحرېن د يو باچا لخوا سفر بې مقصده نه ګڼي. د دوی په فکر له پاکستانه غوښتنه شوې چې په بحرېن کې له سني حکومت سره په داسي حال کې مرسته وشي چې هلته ځينې شيعه ګان د حکومت په ضد راپورته شوي چې په تورن ډول د ايران مرسته ورسره ده. که څه هم پاکستان دا ټولې خبرې بې بنسټه او پر مفروضو ولاړې ګرځولي دي خو د سعودي لخوا يې د يونيم ارب ډالر مرسته تر لاسه کول منلي چې د حکومت په وينا يې دا پاکستان ته د تحفې په توګه ورکړل شوي دي.

دا چې پر پاکستان ولي په بيا بيا دا تورونه لګول کيږي چې دوی له اسلامي سخت دريځه وسله والو سره همکاري کوي او په سيمه کې د وسله وال ياغيتوب په ضد عمليات نه کوي؟ د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې پخوانی مشر او د سياسي چارو کارپوه پروفېسر ډاکټر اعجاز خټک وايي، د پاکستان ځينې سيمې د وسله والو مرکزونه جوړ شوي دي نو د نړۍ پام دې خوا ته را اوړي.

(( په پاکستان کې، په فاټا کې د مختلفو ملکونو خلک چې تر هګر وو او مخکې په افغانستان کې د طالبانو په وخت کې راغونډ شوي وو، په افغانستان کې چې د طالبانو حکومت ختم شو نو دغه خلک پاکستان ته راغلل. او د پاکستان حکومت يا په خوښه او يا يې قابليت نه درلود، خو د هغه خلکو په ضد صحيح اېکشن (اقدام) تر اوسه نه دی اخيستل شوی. نو په هغې حوالې سره د پاکستان خوا ته ګوتې نيول کيږي چې پاکستان کې دا مسله شته چې د هغو خلکو خلاف په مختلفو وجو سره اېکشن نه دی اخيستل شوی نو پر پاکستان ګوتې پورته کيږي.))


پر پاکستان دا تورونه هم لګېدلي چې د نورو هيوادونو په کورني سياست کې مداخله کوي. د پاکستان لخوا د مداخلې بحثونه نه يوازې د افغانستان په اړه کيږي بلکې په دا وروستيو کې د شام او بحرېن په اړه هم خبرې تودې شوی دي. ډاکټر اعجاز خټک وايي چې په پاکستان کې زياتره خلک نه غواړي چې په موقتي ډول د اقتصادي ګټو تر لاسه کولو په بدل کې دې د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې مداخله وشي.

(( ډېر زيات خلک داسي دي چې هغه وايي، په پرديو معاملو کې نورې ګوتې وهل او په پرديو جګرو کې لاس وهل زموږ لپاره تاواني دي. که مو ملګری وي نو همدردي ورسره کولای شو خو تر يو خاص حد نه زيات په هغه کې شريکېدل، هغه ملک سره چې څه کيږي نو کيږي به، خو د پاکستان لپاره ډېر تاوان لري. که څه هم د پاکستان اقتصادي ضرورت زيات دی او اقتصاد يې خراب دی خو اقتصاد سمول په کوم قيمت؟ داسي قيمت چې په هغه سياسي قيمت سره سبا د پاکستان نور هم تاوان وشي؟))

پاکستان په دا وروستيو کې له يو شمېر اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او حکومت غواړي چې د اقتصاد پرمخ بېولو لپاره د بېلا بيلو حکومتونو سره اقتصادي اړيکې پرمخ بوځي. په لاهور کې د سياسي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري وايي چې پاکستان ته پکار ده چې له عرب هيوادونو سره دوه اړخيزه اړيکې پرمخ بوځي او د دوی په سياستونو کې ځان ښکېل نکړي.

((که چيري پاکستان خپلې اړيکې يوازې دوه اړخيزه ساتل غواړي لکه له بحرين سره اقتصادي اړيکو ته په کتو سره که د پاکستان دلچسپی دا وي چې هلته به د پاکستانيانو لپاره د روزګار موقعې تر لاسه کړي نو سمه خبره ده. او که همدا ډول له سعودي سره وي نو ستونزه نشته. خو که د دغه دوه اړخيزه اړيکو په درشل کې پاکستان د منځني ختيځ او عرب هيوادنو په جګړو کې ځان ور ټېل وهي نو دا به د پاکستان لپاره ښه نه وي. همدا ډول د ايران او سعودي تر منځ په شخړه کې پاکستان ته د يو هيواد پلوي کول پکار نه ده. نو زه به ووايم چې د منځني ختيځ په جګړو کې په ځان ښکېلولو سره د پاکستان خپل تاوان کيږي او دا پاليسي به د پاکستان لپاره ګټوره نه وي.))

پر پاکستان تر دې وړاندې هم له سختدريځه وسله والو سره د همکارۍ او پر شامي ياغيانو د وسلو پلورولو تورونه لګول شوي دي خو پاکستان تل دا هرڅه بې بنسټه او غېر منطقي بللي دي.
XS
SM
MD
LG