د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت سیاسي کړکيچ ختم شو


د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ کوټه کې خبري غونډې ته وینا کوي. ۱۹م مارچ ۲۰۱۴
د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ کوټه کې خبري غونډې ته وینا کوي. ۱۹م مارچ ۲۰۱۴

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په ايتلافي حکومت اختلافات پای ته ورسېدل، او د مسلم لیګ ن صوبايي مشر د بلوچستان له اعلی وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ سره د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه ناوخته اعلان وکړ،

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په ايتلافي حکومت اختلافات پای ته ورسېدل، او د مسلم لیګ ن صوبايي مشر د بلوچستان له اعلی وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ سره د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه ناوخته اعلان وکړ، د دوی ټولې غوښتنې ومنل شوې او په کابینه کې بېرته د ګډون اعلان کوي. هغه وايي د وزیرانو استعفاوې يې هیسته وغورځولې، چې له وزیراعلی بلوچستان سره يې د خپګان له وجې صوبايي مشر ته ورکړې وې. دا خبرې د مسلم لیګ ن ګوند د صوبې مشر او بلوچستان مشر وزیر نواب ثناء الله زهري له ډاکتر عبدالمالک بلوڅ سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.


؛زموږ له وزیراعلی سره په تفصیل ټولې خبرې وشوې، او زموږ چې کومې غوښتنې وې، ډاکتر مالک بلوڅ راته باور راکړی، چې زموږ کوم تحفظات وو، هغه به لرې کوي؛.

د شپې ناوخته په دې خبري غونډه کې د مسلم لیګ ن او نېشنل ګونډ سره ته تعلق لرونکو ټولو وزیرانو او د اسمبلۍ غړيو ګډون درلود. ډاکتر عبدالمالک بلوڅ چې له څېرې خپه او ستړي مالومېده، لومړی يې هم نواب زهري ته د خبره کولو موقع ورکړه، او تر هغه وروسته يې له رسنوالو سره په خبرو کې وویل، دی د نواب زهري او د ن لیګ د ټولو وزیرانو منندوی دی، چې پر ده يې بیا هم باور وکړ.

؛دا د نواب ثناء الله زهري لوی والی دی، چې په درې څلور ورځې کې يې دا دومره لويې ستونځې هوارې کړې. زه پخپله د ده او د ټولو وزیرانو کور ودانی کوم، دا صوبه زموږ د ټولو ده. او زموږ ټولو دا خوښه ده، چې د دې صوبې حالات ښه شي؛.

له دې خبرې غونډې سره سم په بلوچستان صوبه کې له تېرو څو مياشتو راهیسې په خاصه توګه له تېرو پنځو ورځو راهیسې روان سیاسي کړکېچ پای ته ورسېد.
XS
SM
MD
LG