د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين په افغانستان کې څه ډول رول لوبولی شي؟


د برتانيیا ګارډيېن ورځپاڼې پر دې خبره بحث کړی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته چين په افغانستان کې څه ډول رول لوبولی شي.

د برتانيیا ګارډيېن ورځپاڼه وايي، په داسې حال کې چې د ملايشيا د ورکې الوتکې خبرونه د نړی د ټولو مطبوعاتو د سر خبر دی، تيره اوونۍ د امريکا جګپوړو پوړو چارواکو، د افغانستان او پاکستان کارپوهانو د پړدې شاته په بیجنګ کې له خپلو چينايي هم سياليانو سره وليدل.


د ورځپاڼې په وينا دوی پر دې خبره بحث وکړی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته چين په افغانستان کې څه ډول رول لوبولی شي.

ليکوال وليم ډارل ريمپل وايي، په ډله کې شامل د امريکا وزارت خارجه يوه جګپوړي چارواکي ورته وويل چې چينايان په دې خبره ښه پوه دي چې د افغانستان په اړه د چين او د امريکا دريځ يو دی.

د دې چارواکي په وينا په افغانستان کې د چين او امريکا ګټې اوس يو شان دي.

د ليکوال په خبره کله چې په دې وروستيو کې د چين په يونن صوبه کې د اتو تندلارو يوې ډلي په چړو خلک ووهل او نهه ويشت کسان يې ووژل او يو سل څلويشت يې ټپيان کړل نو د چين او امريکا ترمينځ د شوو خبرو اترو اهميت نور هم زيات شو.

چيني چارواکو وويل چې حمله کونکي يوغوريان دي.

د ليکوال په خبره د يوغور تندلارو له پاکستان سره اټکل شوی تړاو چين مجبوره کړی چې د افغانستان په اړه خپل سوچ او پاليسې بدله کړي.

د ليکوال په خبره پنځه کاله له مخه چين افغانستان د معدني وسيلو يوه وسيله ګڼله خو اوس چين افغانستان ته له معاشي پلوه ګټور هيواد نه بلکه له امنيتي پلوه يو مهم هيواد په سترګه ګوري.

ليکوال ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي ويلي چې چين اوس په افغانستان کې د ترهګری په اړه انديښمن دی.

مقاله د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکايې ولسمشر باراک اوبامه د پخواني سلاکار بارنټ روبن د هندوستان په جی پور ښار کې د ادبي ميلي پر موقع د کړو خبرو حواله ورکوي.

نوموړي ويلي وو چې د لويديځ چين په سيمو کې د امريکا او چين ګټي هم غاړي کيږي لګيا دي.

دده په خبره له پاکستانه تلونکي اورپکي د افغانستان په لوګر ولايت کې د چين پر کارکوونکو حملې کوي.

د چين يوغوري اورپکي په پاکستان کې تربيه ترلاسه کوي او بيرته چين ته ځي.

د بارنټ روبین په وينا چين اوس پوهيدلی دی چې پاکستان ددغو شدت پسندو د مخنوي لپاره موثر ګامونه نه پورته کوي نو دده په وينا له دې وجي اوس د پاکستان په اړه د چين په رويه کې بدلون راغلی او نور دغه هيواد يوباوري ملګری نه ګڼي.

د بارنټ روبن په وينا هم دا وجه ده چې د چين او هند تعلقات بيرته ګرم شوي دي او چين هڅه کوي چې په افغانستان کې له امريکا سره کومک وکړي.

خو ليکوال زياتوي چې پر مخ به څه کيږي دا به د افغانستان راتلونکي انتخابات نور هم څرګند کړي.
XS
SM
MD
LG