د لاسرسي ځای

ایران او د نړۍ ځواکمن هیوادونه د اټومي پروګرام په اړه نن خبرې کوي


دا خبرې پر داسې وخت کېږي چې د اوکراین پر سر د غربي هیوادونو او روسیې ترمنځ کړکېچ پیدا شوی دی. د دې له کبله داسې وېره ده چې په خبرو کې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو یووالی به کمزوری وي.


خو د تېرې سېشنبې پر ورځ، د نړیوالو او د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو تګلارې مشرې کیترین اشټن ویاند مایکل مین وویل، ده د [دې کړکېچ] له کبله له ایران سره پر خبرو هیڅ منفي اغېز نه دی لیدلی. نننۍ خبرې پر دې موخه کېږي چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه یو اوږدمهاله تړون وشي. غرب تور پورې کوي چې ایران اټومي وسله جوړول غواړي. ایران دا تور ردوي.
XS
SM
MD
LG