د لاسرسي ځای

ملګرو ملتونو د فاریاب ولایت پرونۍ چاودنه غندلې ده


په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما په یوه بیان کې ویلي، د ولسي وګړو وژل هیڅ اجازه نه لري او دا جنګي جنایت دی. د تېرې سېشبنې پر ورځ، د میمنې په بازار کې چاودنې ۱۶ کسان وژلي او ۳۶ یې ژوبل کړي ول.


دا ټول عام ولسي وګړي ول. یوناما وايي، په افغانستان کې د روان زېږیز کال له پیله تر اوسه د تاوتریخوالي په پېښو کې ۱۹۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG