د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل وايي، پر شامي پوځي ځایونو یې حمله کړې ده


اسراییل وايي، تر بمي چاودنې وروسته یې په ځواب کې پر شامي پوځي ځایونو حمله کړې ده.
د تېرې سېشنبې پر ورځ د اسراییل له خوا نیول شوې د ګولان په لوړو کې د سړک تر غاړې په بمي چاودنه کې د اسراییل څلور پوځيان ژوبل شوي دي.

اسراییلي پوځ ویلي، نن په نښه شویو اهدافو کې د شامي پوځ سردفتر، د روزنې یو مرکز او د توپونو بیټریانې شاملې دي. د اسراییلي پوځ ویاند کرنل پیټر لرنر وايي، حمله الوتکې کړې ده.

ده وویل، په نښه شوي پوځي مراکز د ګولان په هغه طرف کې دي چې د شام تر ولکې لاندې دی. په شام کې د کورنۍ جګړې له کبله اکثر چې تاوتریخوالی تر ګولانه ورسېږي نو اسراییل په ځواب کې د شام پر مهمو ځایونو حملې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG